د ازادۍ غوښتنې ځپل هیڅ بریالیتوب نه دی
(last modified Thu, 29 Dec 2022 00:45:50 GMT )
Dec 29, 2022 05:15 Asia/Kabul
  • د ازادۍ غوښتنې ځپل هیڅ بریالیتوب نه دی

العهد خبري سایټ راپور ورکړ د بحرین د ملي وفاق ګوند مشر شیخ علي سلمان د حقیقي اصلاحاتو او د جدي خبرو نشتون د هیواد د اوسني کړکیچ جرړه وبلله او د بحرین واکمنانانو ته په خطاب کښې یې وویل د خلکو د ازادۍ غوښتنې ځپل بریالیتوب نه ګڼل کیږي.

شیخ علي سلمان د خپل نیول کیدا د اتمې کلیزې په مناسبت له زندان څخه په یوه پیغام کښې د بحرین د کړکیچ د حل لپاره د ملي وفاق ګوند او د نورو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو هڅې ته اشاره وکړه او د اصلاحاتو د بهیر د مطالبې د دوام او د اصلاحاتو په اهمیت یې ټيڼګار وکړ او ویې ویل د دغه بهیر بندول له خدای پاک ، هیواد او خلکو سره خیانت دی.

هغه د بحرین د مدني او د سیاسي تشکلونو ، ګوندونو او د خلکو د غوښتنو په وړاندې د بحرین د حکومت د ځپنې څپې ته په اشارې سره وویل څوک دې  داسې توهم ونلري چې د بشري حقوقو د احترام ، د ازادۍ او د ډیموکراسۍ د غوښتنې او د ایډیل غوښتنې ځپل یو بریالیتوب دی بلکې په حقیقت کښې دغه کار د ځان ځورول او د دغه کار د ترسره کونکو ښکاره تاوان دی.

د بحرین د خلکو د پاڅون په بهیر کښې تراوسه په زرګونو کسان شهیدان او ژوبل شوي او ال خلیفه دیکتاتور رژیم دغه راز په زرګونو بې ګناه خلک په زندانونو کښې اچولي او هلته یې شکنجه کوي او د سلګونو ښاریزو تابعیت یعني سیټي زن شيپ یې لغو کړی هم دی.