په بحرین کښې د شیعه مذهبي علماو غیرقانوني نیول دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i173762-په_بحرین_کښې_د_شیعه_مذهبي_علماو_غیرقانوني_نیول_دوام_لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د شیعه ټولنې پرضد د خپل دوامداره جنګ د یوې برخې او د پراخو او د غیر قانوني نیولو د کمپاین په دوام کښې پرون د هیواد ډير شیعه علما او ښاریز ونیول.
(last modified 2026-06-04T07:14:04+00:00 )
Jun 04, 2026 11:39 Asia/Kabul
  • په بحرین کښې د شیعه مذهبي علماو غیرقانوني نیول دوام لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د شیعه ټولنې پرضد د خپل دوامداره جنګ د یوې برخې او د پراخو او د غیر قانوني نیولو د کمپاین په دوام کښې پرون د هیواد ډير شیعه علما او ښاریز ونیول.

خبري سرچینو وویل د بحرین د ال خلیفه دیکتاتور رژیم جاسوسۍ ادارې ته اړونده ځواکونو د هیواد د څو مذهبي علماو او د ښاریزو د کورونو له کلابند کولو وروسته په دغو کورونو حملې وکړې او دغه کسان یې له هیڅ دلیل وړاندې کولو پرته ونیول او نامعلوم ځاې ته یې منتقل کړل.

دغه راپور زیاتوي د بحرین رژیم د جاسوسۍ ادارې مامورانو د هیواد د قران کریم یو قاري «مهدي سهوان» له «حوض الجاف» زندان څخه یوه نامعلوم ځاې ته انتقال کړ پرته له دې چې د هغه کورنۍ یا وکیل له دغه اقدام څخه خبر کړي.

اخبار بحرین زیاته کړه د بحرین د علماو نیول د عاشورا له ورځې څخه مخکې ترسره کیږي او دا  د هغه فرقه اي جنګ دوام دی چې ال خلیفه رژیم د بحرین د شیعه مسلمانانو پرضد پیل کړی دی.

د دغه راپور پراساس په بحرین کښې د خلکو دغه نیول په ایران باندې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم له تیریو، په خپل هیواد کښې د امریکا د پوځي اډو چې له دغه ځایه په ایران باندې بریدونه شوي وو د بحرین د خلکو له پریکنده دریځ او له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو له عادي کولو سره په مخالفت باندې د بحرین د خلکو له ټینګار ورووسته ترسره شوي دي.

له دې مخکې د بحرین ال خلیفه رژیم د هیواد څلویښت شیعه علما او سلګونو ښاریز د ایران د سپاه پاسداران ځواک لپاره د جاسوسۍ په چټي ادعا او د لبنان حزب الله ته د اړونده ترهګرو ډلو د جوړولو په دروغجنې ادعا سره نیولي وو.

د بحرین حکومت ته اړونده رسنیو هم وویل د ال خلیفه رژیم امنیتي مامورانو پرون د هیواد پینځلس ښاریز له ایران سره د ملګرتیا په ادعا سره نیولي دي.

بحرین چې د امریکا د سمندري پوځ د پینځمې جنګي بیړۍ کوربه دی د ایران پرضد د صهیونیسټ رژيم او د امریکا له تپلي جنګ څخه وروسته له ایران څخه د پلویتوب په پلمه د بحرین د شیعه مسلمانانو پرضد ظلم پیل کړی دی.

د بحرین ال خلیفه رژیم د شیعه علماو نیولو ته دوام ورکړی