د بحرین ستر وفاق ګوند د ملي حکومت جوړول غواړي
د بحرین المرا اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د دغه هیواد وفاق ملي اسلامي ګوند په بحرین کښې د هر اړخیزه اقتصادي او د سیاسي اصلاحاتو د اجرا لپاره د یوه ملي حکومت د جوړیدا غوښتنه وکړه.
دغه ګوند په یوې بیانیې کښې د یوه ملي حکومت د جوړیدا غوښتنه وکړه چې د هیواد د ژغورنې ماموریت پرغاړه واخلي او وکولای شي په بحرین کښې د هراړخیزه اقتصادي او د سیاسي کړکیچونو د اجرا لپاره شرایط رامینځته کړي چې د دغو بې مخینې کړکیچونو تر سترې ټولګې لاندې وي.
الوفاق ګوند ټینګار وکړ په بحرین کښې سیاسي اصلاحات دې ته ضرورت لري چې لومړۍ د اساسي قانون اجماع محققه شي چې د بیلابیلو ارګانونو ترمینځ د اړیکو لپاره د یوه قانون د رامینځته کولو لپاره زمینه برابره شي او د خلکو اراده د حکومت د جوړیدا او د پارلمان د هغو انتخاباتو چې په کامل واک سره په قانون جوړونې ، څارنې او د حکومت په ځواب ورکولو کښې بشپړه رول ولري شامل شي.
د بحرین خلک د ال خلیفه دیکتاتور رژیم د ختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې د یوه خپلواکه حکومت د جوړیدا غوښتنه کوي.