د بحرین حکومت د بندیانو ځورولو ته دوام ورکړی
(last modified Mon, 09 Jan 2023 01:37:46 GMT )
Jan 09, 2023 06:07 Asia/Kabul
  • د بحرین حکومت د بندیانو ځورولو ته دوام ورکړی

المنار ټیلي ويژن راپور راکړی د بحرین په « جو» مرکزي زندان کښې یوې سرچینې د څوارلسو بندیانو د شکنجه کیدا او له بندیانو سره د زندان د ساتونکو د بد چلند خبر ورکړ.

د بحرین خلکو د دوه زره یولسم میلادي کال له فرورۍ میاشتې راهسې د ال خلیفه رژیم پاڅون ته دوام ورکړی او هغوې د ازادۍ،  د عدالت د ټینګیدا او د توپیر د ختمیدا او د ازادو انتخاباتو د ترسره کیدا له لارې واک ته د یوه خپلواکه حکومت د رسیدا غوښتنه کوي.

د بشري حقوقو مدافع ډلو په ځلونو د بحرین حکومت د مخالفانو د ځپلو په دلیل غندلی او په سیاسي نظام کښې یې د اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه کړي ده.

د بحرین د «جو» زندان ساتونکي په زیږ چلند سره قیدیان ځوروي او هغوې وهي ټکوي او په تیره بیا په سرونو باندې یې ژوبلوي.

دغه سرچینې هیله وکړه چې د بحرین د بندیانو د کړولو دغه خبره په خارج او داخل کښې د بشري حقوقو د موسسو  غوږونو ته ورسیږي چې د قیدیانو په پیښو باندې په غور کولو سره د دغو بندیانو د درد او کړاو په کمیدا کښې اغیز ولري.

د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د اعتراضونو د ځپلو په هدف سره د هیواد ګڼ شمیر ښاریز نیولي او په زندانونو کښې ورسره ډیر بد چلند کیږي او هغوې وهل ټکول کیږي.

د بحرین د ال خلیفه رژيم له ټولو اقداماتو سره سره خپلو حقه غوښتنو ته د رسیدا لپاره د بحرین د خلکو انقلاب دوام لري او د بحرین خلک په مظاهرو ترسره کولو سره د خپلو قانوني او د حقه غوښتنو د منل کیدا غوښتنه کوي.