د بحرین سیاسي مشر د انتخاباتو په بایکاټ ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123372
د بحرین د جمعیت اسلامي ګوند د مشر مرستیال عبدالله صالح وویل: له انتخاباتو سره په مخالفت کولو کښې د بحرین د ملت په څنګ کښې ولاړ یوو او په ټولو سوله ییزو رودو سره د انتخاباتو له ماتي سره د مخامخ کولو هڅه کوو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 10, 2022 04:34 Asia/Kabul
  • د بحرین سیاسي مشر د انتخاباتو په بایکاټ ټینګار وکړ

د بحرین د جمعیت اسلامي ګوند د مشر مرستیال عبدالله صالح وویل: له انتخاباتو سره په مخالفت کولو کښې د بحرین د ملت په څنګ کښې ولاړ یوو او په ټولو سوله ییزو رودو سره د انتخاباتو له ماتي سره د مخامخ کولو هڅه کوو.

د بحرین د پارلمان نمایشي انتخابات سبا ترسره کیږي او د بحرین انقلابیان له څو میاشتو راهسې دغه انتخابات بایکاټ کړي دي ځکه چې دغه انتخابات ازاد او د خلکو په ګټه نه ګڼي.

د بحرین د اسلامي جمعیت د مشر مرستیال عبدالله صالح پرون زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل د بحرین د پارلمان د نمایشي انتخاباتو د بایکاټ کولو لپاره پراخه ملي اجماع شته پر دې اساس مونږ د دغو انتخاباتو د بایکاټولو لپاره د بحرین د ملت په څنګ کښې ولاړ یوو او په ټولو سوله ییزو لارو چارو سره د دغو انتحاباتو له ماتي سره د مخامخ کولو هڅه کوو.

هغه وویل د بحرین ال خلیفه رژیم چې د ملت د ارادې  حق یې په کامل ډول مصادره کړی دی ادعا کوي ډیموکراسۍ شته او له خلکو غواړي په دغه انتخاباتو کښې ګډون وکړي.

عبدالله صالح وویل څه شی او کوم کسان غواړئ چې انتخاب یې کړئ؟ هغه کسان چې له صهیونیسټ رژيم سره یې اړیکې عادي کړي دي او یا یې ورسره ائتلاف جوړ کړی دی ، غواړئ انتخاب کړئ؟ غواړئ د ال خلیفه رژیم د ظلم او د استبداد دوام ته رایه ورکړئ؟ غواړئ چې باچا د بحرین د ملت پرځاې مطق قدرت ووسي؟ د بحرین دغه انتخابات باطل دي او ګډون پکښې جایز نه دی.

د بحرین د پارلمان او د ښاروالیو انتخاباتو په داسې حال کښې سبا ترسره کیږي چې د هیواد زیاتو سیاسي ګوندونو ، شخصیتونو او خلکو هغه بایکاټ کړي دي.