د بایکاټ په وجه د کرونا ټیسټ د کِټونو اخیستل لغو شول
Apr 19, 2020 01:21 Asia/Kabul
کیانوش جهانپور: د جنوبي کوریا باننک په رسمي توګه لیکلې دي چې د پیرلو دغه معامله د بایکاټ د قوانینو په وجه ممکنه نه ده.
د ایران د روغتیا وزارت د عمومي اړیکو او اطلاع رسونې د مرکز مشر وویل چې د جنوبي کوریا د بانک لخوا د بایکاټ په پلمه د تشخیصي کِټونو د اخیستو لپاره ترسره شوی سوِفټ (د بینکونو ترمینځ د نړیوالې ټولنې مالي ارتباطات) لغو شوی دی.
د ایرنا د خبر له مخې کیانوش جهانپور پرون زیاته کړه: د کورین بانک له خوا د کرونا د تشخیصي کِټس د اخیستو د سوفټ لغوه کیدل ښودنه کوي د امریکايي چارواکو هغه ادعاوې دروغ دي چې وايي په ایران باندې لګیدلو بندیزونو کښې درملیز او طبي شیان نه شاملیږي.
هغه وویل: د جنوبي کوریا باننک په رسمي توګه لیکلې دي چې د پیرلو دغه معامله د بایکاټ د قوانینو په وجه ممکنه نه ده.
ټیګونه