اروپائي اتحادیه دې پخپلو دندوعمل وکړي
د اسلامی ایران ولسمشر همدرااز د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې داجرا پشمول د دوواړخیزو او نړیوالو مهمو موضوعګانو په باب د نظر دتبادلې لپاره د دواړو هیوادونو دخارجه وزیرانو دلیدوکاتو دبیرته پیلیدا لپاره د اسپانیا دلومړي وزیر د وړاندیز په هرکلي سره ټينګار کړی ، که مقابل هیوادونه پخپلو ټولو ژمنو عمل وکړي ،نو تهران به هم خپلو ژمنتیاؤ ته پابنده ووسي .
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د اسپانیا له لومړي وزیر پدرو سانچز سره بیګا په ټيلیفوني خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې درست هیوادونه باید انساني اړیکې دخپلو اقداماتو په سر کې راولي ، او له غلیمانه سیاستونو سره مقابله وکړي ، وئيلي دي ، اروپائي اتحادیه او اسپانیا دې د امریکا دغیر قانوني اقداماتو په مقابل کې پخپلې دندو عمل وکړي .
داسلامی ایران ولسمشر د اسپانیا له لومړي وزیر سره په د غو ټيلیفوني خبرو کې د کرونا ویروس دزیاتې خوریدا له امله دزیاتو اسپانیاوالو د مړینې په علت ددغه هیواد له خلکو سره دخواخوږۍ په ښودلو سره وئیلي دي ،له بده مرغه په ډيرو سختو شرائطو کې امریکا هماغه راز دایران په ضد خپل بندیزونه زیات کړي او حتی د درملو د وارداتو مخنیوی ئې کړی دی .
ډاکټر روحاني له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره د آئي ایم ایف څخه د ایران غوښتنې ته په پام سره ووئیل ، امریکا له دغه پور ورکولو سره مخالفت کړی دی او تمه داده چې اروپائي اتحادیه او اسپانیا ددغه غیر قانوني اقدام په مقابل کې روښانه دریځ غوره کړي .
د اسلامی ایران ولسمشر همدرااز د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې داجرا پشمول د دوواړخیزو او نړیوالو مهمو موضوعګانو په باب د نظر دتبادلې لپاره د دواړو هیوادونو دخارجه وزیرانو دلیدوکاتو دبیرته پیلیدا لپاره د اسپانیا دلومړي وزیر د وړاندیز په هرکلي سره ټينګار کړی ، که مقابل هیوادونه پخپلو ټولو ژمنو عمل وکړي ،نو تهران به هم خپلو ژمنتیاؤ ته پابنده ووسي .
پدرو سانچز هم د کرونا ویروس په باب د ایران له ولس سره خواخوږي څرګنده کړې او وئيلي ئې دي ، د خلکو دسلامتیا د وضعیّت داندیښنو ترڅنګ ، د اقتصادي بحران په باب هم ژورې اندیښنې موجودې دي ، چې په راتلونکي کې به اسپانیا هم ورسره لاس اوګریوان شي . هغه همداراز ټينګار کړی ، دایران پر اقتصاد او دخلکو دسلامتیا په تیره بیا په دغه سخت پړاؤ کې دا مریکا بندیزونو ډيرې زیاتې اغیزې شیندلي دي او اروپائي اتحادیه او اسپانیا له دغو بندیزونو سره موافقه نه ده .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز دقطر له امیر شیخ تمیم بن حمدآل ثاني سره هم په ټيلیفوني تماس کې وئيلي دي ،دکرونا ویروس دنړیوالې خوریدا له امله په اوسنیو خاصو شرائطو کې درست هیوادونه له دغه خطرناک او خوریدونکي ویروس سره دمقابلې لپاره باید دیوه بل ترڅنګ وي ، او باید د امریکا دغلیمانه اقداماتو په وړانډې خپل د ریځونه په روښانه توګه اعلان کړي .
ډاکټر روحاني د ایران په ضد دامریکا ظالمانه بندیزونه او د دباؤنو اعمالول دنړیوالو مقرراتو خلاف ورزي بللې او وئیلي ئې دي ، امریکائي چارواکي د آئي ایم ایف په وسیله ایران ته د پور د ورکولو په مخنیوي سره انساني اصول چخڼي کوي . دا سلامی ایران ولسمشر همدراز په یمن د سعوډي ائيتلاف د حملو او په دغه هیواد کې د وژلو او ورانکاریو په دوام دخوشینۍ په څرګندولو سره روښانه کړې په سیمې کې د تل باتې امنیت او ثبات تامینیدا د سیمې د هیوادونو ترمینځ له دوستۍ اوملګرتیا پرته بله هیڅ لاره نه لري .
دقطر ا میر هم په دغو خبرو کې د ایران په ضد د امریکا دبندیزونو په ظالمانه بللو سره وئيلی دي ، نن سبا نړۍ په خاصو شرائطو کې ده او امریکا باید خپل بندیزونه ختم کړي او درست هیوادونه هم باید دنوو شرائطو په لړ کې ګامونه پورته کړي .