اسلامی ایران دسلامتیا په نظام کې یو قدرتمند هیواد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89571-اسلامی_ایران_دسلامتیا_په_نظام_کې_یو_قدرتمند_هیواد
د روغتیائي چارو نړیوالې ادارې ، دایران اسلامی جمهوریت دسلامتیا په نظام کې یو قدرتمند هیواد پيژني او د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ په زمینې کې هم د روغتیا له نړیوالې ادارې سره ئې ډير ښه، په زړه پورې او نزدې ارتباطات ټينګ دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2020 07:31 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران دسلامتیا په نظام کې یو قدرتمند هیواد

د روغتیائي چارو نړیوالې ادارې ، دایران اسلامی جمهوریت دسلامتیا په نظام کې یو قدرتمند هیواد پيژني او د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ په زمینې کې هم د روغتیا له نړیوالې ادارې سره ئې ډير ښه، په زړه پورې او نزدې ارتباطات ټينګ دي .

  د ایران داسلامی جمهوریت د روغتیائي چارو وزیر سعید نمکي  ددې خبرې په کولو سره چې   په سیمې کې د ایران  د درملنې او روغتیائي  چینل نظام بې مخینې دی ، زیاته کړې ،ایران د ماشومانو د  ګوځڼ، شري ،دملیریاکنټرولول  او کزاز او همداراز دنورو ډ يرو خوریدونکوناروغیو په څير د  بیماریو په جرړه ویستلو کې ښې تجروبې لري .

 دایران دروغتیائي چارو وزارت  له کرونا ویروس خوریدا سره د مقابلې په لومړنۍ کرښې کې  نه هیریدونکي هلې ځلې کړي دي ، چې ددغه  مرګوني ویروس د ناکامولو لپاره  دا یران د روغتیائي چینل د توانمنیو نښه  ده .د روغتیا او درملنې د چارو نړیوالې ادارې  هم د ایران طبي عمله او نظام،د مدیترانې په ختیځي سیمې کې  د روغتیا یو تر ټولو پیاوړی سسټم معرفي کړی دی .

Image Caption

 

د ایران  ټیکنالوجیکي ټولنې  هم له کرونائي بحران سره دلاس او ګریوان کیدا له هماغو لومړنیو شپو ورځو راهسې  د ایران د  روغتیائي چارو  له اورګان سره جدی او اغیزشیندونکي هلې ځلې پیل کړی دی .  هغه مهمه پيښه چې  پّ دغه بهیر کې  د دانش بنیان  شرکتونو  په لاس  رامینځةشوي ،د هغو تجهیزاتو تولید دی ، چې  جوړیدا ئې ، دګوته په شمیر پرمختللو هیوادونو  په  انحصار کې   ده .

 د اسلامی ایران د  ولسمشر  د سائنس او ټيکنالوجیکي چارو مرستیال سورنا ستاري ، ددې خبرې په کولو سره چې  د دانش بنیان  شرکتونه، د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ  د درملنې لپاره د درملیزو پروټوکولونو په زمینې کې  په څيړنو بوخت دي ، پخبل یوه ټولنیز پیغام کې  لیکلي دي ،د ماسک ، دویروس  ضد موادود تولید د تجهیزاتو اوآلو له تولیده رانیولې د ونټيلیټر، د آئي سی یو ،کوټو  دتجهیزاتو ،د سي ټي سکین  او مشخص کونکو کیټونو  په څير  تر ډ يرو زیاتو پرمختللو طبي تجهیزاتو پورې مهم  تولیدات کړي   او همداراز د   واکسنو او درملو د برابرولو لپاره ئې ډيرې زیاتې هلې ځلې کوي او د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ  د واکسنو د تولید او جوړولو لپاره درې  خپلواکه ډلې کارکوي .

  نن سبا د ایران جوړو شوو مشخص کونکو  آلو او تجهیزاتو سره د کرونا د  تشخیص  فعالیتونه ترسره کیږي  او  دا د  مصنوعي هوش  په حوزې کې  او  دهغو تحقیقاتوي مرکونو دتوانمنیو د زیاتولو لپاره د ودې  په ډګرونو کې  د دانش بنیان  شرکتونو  دحرکت او خوځښت نتیحه ده چې  خپلې وړتیاوې ئې نندارې ته وړاندې کړي دي .

Image Caption

 

په درستې نړۍ کې تر دې دمه  په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر له دوو میلینو اوه لکه کسانو زیات شوی  چې  په دغو کسانو کې کابو دوه لکه  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . دغه احصائې ښئ ، په  کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ ککړتیا یوه نړیواله پيښه ده  او  د کرونا ویروس له خوریدا سره مقابله  د درستو هیوادونو لپاره  یو ستر امتحان شمیرل کیږي .  په تیرو څو میاشتو کې  چې  کرونا ویروس په درستې نړۍ کې  خور شوی ، ،په ډيرو هیوادونو کې حتی په امریکا او اروپائي هیوادونو کې  دروغتیا او درملنې  برخې له ډيرو  جدي مشکلاتو سره  لاس او ګریوان دي  او د ماسکونو ،ګلؤز یا دستانو، روغتیائي او ویروس ضده موادو   او نورو   ضرورتونو  برابرول ددغه ستر چیلنج او مشکل برخې دي .   

 له بل پلوه تر دې دمه  له کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ  له خطرې د ژغورنې لپاره  هیڅ مشخص وخت نه دی اټکل شوی .  له دې امله  تر ټولو مهم کار، د ناروغانو د معلوملو  او قرنطینه کولو  او د ناروغۍ د منتقلونکي کړۍ دغوڅولو د چټکتیا لپاره هڅه ده .

 ددغه منحوس ویروس  وجود او شتون لامل شوی څو   په بیلابیلو هیوادونو کې پوهان او څيړاند   په دې زمینې کې د څيړنو لپاره  پراخې هڅې پیل کړي . د نیّنو ماسکونو  له تولید رانیولې ، د کوویډ ۱۹ډوله ناروغۍ یا دهماغه کرونا ویروس  دو اکسن د تولید لپاره تر څیړنو پورې هڅې ، هغه فعالیتونه دي [ې  ایرانیو څيړاندو او پوهانو په دې زمینې کې ترسره کړي دي . په دې زمینې کې ایرانیو پوهانو په نزدې وخت کې د یوې ښه  ځيري خبره هم کړې ده.

        په دغه شان شرائطو کې د طبي اطلاعاتو مبادله د نړۍ لپاره ډير ا همیّت لري  او ایران تیار دی ، د کرونائي بحران په زمینې کې طبي بریاوې اوتجروبې  د نړۍ نورو هیوادونو ته منتقلې کړي .  په دې لاره کې  ډيرو هیوادونو  پخپلو کې سره مرستې کړي دي ، خو په دې نړیوال چیلنج کې ، امریکا یوازینی هیواد دی ، چې  دایران په ضد حتی د روغتیاد نړیوالې ادارې په ضد ئې  پخپلو بندیزونو سره  دنیا ته ښودلې ده چې  له انساني ارزښتونو اومعیارونو ورځ تر بلې لا پسې لیرې کیږي .