د ایران د پوځ ټول ضرورتونه په هیواد کښې پوره کیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د پوځ د غږملونکي مرستیال امیر البحر حبیب الله سیاري د دماوند بیړۍ د جوړولو د پروژې د کتنې په وخت وویل د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه داسې ځای ته رسیدلي دي چې خپل ټول ضرورتونه نورو هیوادونو ته له اړتیا پرته په خپله طراحي کوي او تولیدوي .
د ایران د پوځ د غږملونکي مرستیال امیرالبحر حبیب الله سیاري د دفاع وزارت د سمندري صنایعو د ادارې له مشر امیر البحر امیر رستګاري او د پوځ د سمندري ځواک له مشر امیر البحر حسین خانزادي سره یوځاې نن په شمال کښې په بندر«انزالي »سیمه کښې د وسله والو ځواکونو او د دفاع وزارت د صنایعو د ادارې د پروژو کتنه وکړه او د دماوند بیړۍ د جوړیدا د پرمختګ له بهیر څخه له نږدې خبر شول .
د ایران د پوځ د غږملونکي مرستیال امیر البحر حبیب الله سیاري په دې خبرې سره چې د هیواد دفاعي پرمختګونه د ترټولو سختو بایکاټونو په سیوري کښې لاس ته راغلي دي وویل په سمندري صنایعو کښې په ځوانانو اعتماد او په ځان باورۍ سبب شوي ده د سمندر په برخه کښې په هیواد کښې د هیڅ کمښت نه وي .