امریکادنړیوالې ایټمی موافقې داجراپه وړاندې خنډونه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89677-امریکادنړیوالې_ایټمی_موافقې_داجراپه_وړاندې_خنډونه_جوړوي
امریکا ادعا کوي ،چې تر دې دمه له حقوقي پلوه په نړیوالې ایټمي موافقې کې دګډون کونکي یوه حکومت په توګه شتون لري ، خو په اصل کې دغه پلان د ایران په ضد دملګروملتو د هغو بندیزونو دبیرته ستنولو لپاره یو پلان دی ، چې د ۲۰۱۵ کال د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې وروسته لغوه شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 29, 2020 01:55 Asia/Kabul
  • امریکادنړیوالې ایټمی موافقې داجراپه وړاندې خنډونه جوړوي

امریکا ادعا کوي ،چې تر دې دمه له حقوقي پلوه په نړیوالې ایټمي موافقې کې دګډون کونکي یوه حکومت په توګه شتون لري ، خو په اصل کې دغه پلان د ایران په ضد دملګروملتو د هغو بندیزونو دبیرته ستنولو لپاره یو پلان دی ، چې د ۲۰۱۵ کال د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې وروسته لغوه شوي دي .

زمونږخبریال  راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا  د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  سره  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د امریکا د یوه نوي او وروستي پلان په باب  سره خبرې اترې کړي دي .

 نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور کې  د  ایران په ضدد  وسلو دبندیزونو دتمدید لپاره چې   ټاکل شوې ده د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په اساس  دروان کال د اکتوبر له اولسمې نیټې لغوه شي ، دامریکائي حکومت له چلول او دوکې پرده پورته کړې ده .

 دغې ورځپاڼې پخپل  وروستي راپور کې وئيلی دي ،  دامریکا خارجه  وزیر مایک پمپئو  یو پلان برابر کړی ،  چې  په اساس ئې امریکا  ادعا کوي ،چې تر دې دمه  له حقوقي پلوه  په نړیوالې ایټمي موافقې کې  دګډون کونکي  یوه حکومت په توګه  شتون لري ، خو په  اصل کې دغه پلان  د ایران په ضد دملګروملتو د  هغو بندیزونو دبیرته ستنولو لپاره  یو پلان دی ، چې  د ۲۰۱۵ کال  د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې  وروسته لغوه شوي دي .

داسلامی ایران  او روسیې خارجه وزیرانو  پرون د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب دامریکا  د  نوي توهم څخه  د ډکې دسیسې او پلان په باب  مشورې کړي او دائې یو غیر عملي  او رد شوی کار بللی دی .  جواد ظریف او لاؤروف  همداراز  په افغانستان کې د سیاسی بدلونونو او په دغه هیواد کې  دسیاسی تفاهم او پخلاینې لپاره  هم  د هلوځلو په باب  د نظر تبادله او مشورې کړي دي.