امریکا د کورونا ویروس په جوړولو کښې رول لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89691-امریکا_د_کورونا_ویروس_په_جوړولو_کښې_رول_لري
زمونږ خبریال وايي د ایران د محصیلینو یوشمیر تشکلونو نړیوالو ارګانونو ته په لیک استولو کښې د کورونا ویروس په جوړولو کښې د امریکا د رول په هکله د تحقیق او د حقیقت موندونکي کمیټۍ د جوړولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2020 23:45 Asia/Kabul
  • امریکا د کورونا ویروس په جوړولو کښې رول لري

زمونږ خبریال وايي د ایران د محصیلینو یوشمیر تشکلونو نړیوالو ارګانونو ته په لیک استولو کښې د کورونا ویروس په جوړولو کښې د امریکا د رول په هکله د تحقیق او د حقیقت موندونکي کمیټۍ د جوړولو غوښتنه وکړه .

په ټول ایران کښې د محصیلینو څه دپاسه شلو (۲۰) تشکلونو د ملګروملتونو سرمنشي او د بشري حقوقو د شورا مشر ته په لیک کښې چې پرون خپور شو په نړۍ کښې د بایلوژیک تاوتریخوالي د دودولو لپاره د امریکا د بشري ضد د اقداماتو د ایشوا شویو اطلاعاتو ځینو برخو ته په اشارې سره وویل د روسیې د دفاع وزارت د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په بیانیې کښې ویل شوي دي د ماسکو چارواکي داسې اطلاعات لري چې پراساس یې د امریکا چارواکي هڅه کوي د سوله ییزو څیړنو په نوم سره له کیمیاوي او  مایکروبي وسلو د استفادې د بندیز د تړون ځینې مادې تر پښو لاندې  کړي .

د چین خارجه وزارت هم د یوې (۱) بیانیې په خپرولو سره په امریکا غږ کړی وو په ووهان ښار کښې د امریکا په کنسولګرۍ کښې د ښخو کړې شویو ژواک چاپیریالې ښځلو په هکله چې  امنیتي ځواکونو هغه کشف کړي دي توضیح ورکړي او  دغه ټول موردونه د کورونا ویروس په جوړولو او خورولو کښې د امریکا د رول لرلو احتمال زیاتوي .