ايران له کورونا سره په مقابله او مديريت کښې بريالے دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89709-ايران_له_کورونا_سره_په_مقابله_او_مديريت_کښې_بريالے_دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، له کورونا بيمارۍ سره په مقابلې او د هغې په مديريت کښې د ايران شمېرنې له نورو هېوادونو سره په پرتله کښې په دې زمينه کښې د کاميابۍ ښودنه کوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 30, 2020 15:06 Asia/Kabul
  • ايران له کورونا سره په مقابله او مديريت کښې بريالے دے

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، له کورونا بيمارۍ سره په مقابلې او د هغې په مديريت کښې د ايران شمېرنې له نورو هېوادونو سره په پرتله کښې په دې زمينه کښې د کاميابۍ ښودنه کوي.

ولسمشر حسن روحاني نن په ايلام صوبه کښې د ځواک او د کرهڼيز جهاد وزارتخانو له ملي طرحو څخه د ګټې اوچتولو په مراسمو کښې چې د ويډيو کانفرنس له لارې ترسره شول وويل: د ايران اسلامي جمهوريت له کورونا وائرسو سره چې ټوله نړۍ ورسره ښکېله ده په مقابله کښې يو مناسب حالت لري.

هغه همدارنګ د دې په بيانولو سره چې هېواد د خوراکي موادو او ځينو بنيادي سامونونو په پوره کولو کښې خودکفائۍ ته رسېدلے دے زياته کړه: ايران په پرله پسې پنځو کلونو کښې د غنمو په توليد کښې خودکفا شوے دے چې دې مهم ډېره کمه مخينه لرلې ده.

نن د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په حکم سره د ايران په ايلام صوبه کښې د کرهڼې د جهاد د وزارت د آبادونې او توليد يو سل درويشتو منصوبو ګټه اوچتونه او اجرا شروع شوه.