بروجردي:  د امریکې په دباو سره جرمني حزب الله ترهګر اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89785-بروجردي_د_امریکې_په_دباو_سره_جرمني_حزب_الله_ترهګر_اعلان_کړ
جرمني په سیاسي لحاظ سره ډیر ضعیف دی چې د امریکا له دباو سره د مقابلې توان نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2020 07:54 Asia/Kabul
  • بروجردي:  د امریکې په دباو سره جرمني حزب الله ترهګر اعلان کړ

جرمني په سیاسي لحاظ سره ډیر ضعیف دی چې د امریکا له دباو سره د مقابلې توان نه لري.

د ایران د اسلامي شورا د مجلس د بهرني سیاست او ملي امنیت د کمیسیون غړي، د جرمني د حکومت لخوا د لبنان د حزب الله د ترهګر اعلان د امریکا د دباو نتیجه ګڼي. 
د ایران د اسلامي شورا د مجلس د بهرني سیاست او ملي امنیت کمیسیون غړی علاء الدین بروجردي نن له ایرنا خبري آژانس سره په خبرو کښې د لبنان د حزب الله په خلاف د جرمني په اقدام حیرانتیا څرګنده کړه او وې ویل: جرمني په سیاسي لحاظ سره ډیر ضعیف دی چې د امریکا له دباو سره د مقابلې توان نه لري.
برودجردي په دې بیان سره چې د لبنان حزب الله د دغه هیواد د واک یوه برخه ده چې هم په پارلمان او هم په حکومت کښې شتون لري، څرګنده کړه: د جرمني حکومت باید د دې توهین په اړه دې د لبنان له خلکو او حکومت څخه بښنه وغواړي او ژر تر ژره دې په خپل دریځ له سره غور وکړي.
د ایران د اسلامي شورا د مجلس د بهرني سیاست او ملي امنیت کمیسیون غړي په دې ټینګار سره چې د جرمني د حکومت لخوا د لبنان د حزب الله ترهګر اعلانول به د دې خوځښت په وضعیت هیڅ اثر ونلري، زیاته کړه: جرمني باید ځان په داسې حالاتو کښې را ګیر نکړي چې له هغه کرکې سره جې امریکا ورسره مخامخ ده مخامخ شي.