امریکا دې له امنیت شورا د ناوړه استفادې ځواب ورکړي
د ملګرو ملتو په دفتر او په جنیوا کښې په نورو نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر ټینګار وکړ: امریکا دې د خپل زورویونکي کړچار او له امنیت شورا د ناوړه استفادې او د دغه ارګان په پریکړو کښې د لمسون د تکرارولو په وجه باید ځواب ورکړي.

اسماعیل بقايي هامانه پرون په خپل ټویټر اکاونټ کښې ولیکل: دا چې امریکې د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک ملا تړلې ده، په نړیوالو اړیکو باندې د واکمنو اصولو سپکاوې او ورپورې ملنډې دي.
هغه په دوام کښې نړیوالو کنونشنونو ته په اشارې سره لیکلې دي: د قاضیانو د نړیوال کمیشن له مخې، کوم لوري چې خپلې ژمنې رد کړي او نه یې اجرا کوي، هغه نه شي کولې هغه حقوق په رسمیت وپیژني چې مدعي یې دی.
یاده دې وي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې وروستیو کښې لیکلې وو چې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو د یوې داسې حقوقي طرحې د وړاندې کولو تکل کوي چې وښايي امریکا لاهم د ایټمي موافقې غړې ده څو له دې لارې د ایران د وسله ایز بندیز د تمدید لپاره چې د روان کال په اکتوبر میاشت کښې ختمیږي، دباؤ واچوي.