ایران د نړۍ هیوادونو ته د کورونا کیټونه صادروي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89848-ایران_د_نړۍ_هیوادونو_ته_د_کورونا_کیټونه_صادروي
زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ د چارو مرستیال «مهدي قلعه نوي» نن په تهران کښې نورو هیوادونو ته له کورونا ویروس سره د مقابلې او د تشخیص په ارتباط د لس (۱۰) فیصده تولیداتو د صادرولو لپاره د پوه بنسټه شرکتونو د چمتو والي خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2020 06:59 Asia/Kabul
  • ایران د نړۍ هیوادونو ته د کورونا کیټونه صادروي

زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ د چارو مرستیال «مهدي قلعه نوي» نن په تهران کښې نورو هیوادونو ته له کورونا ویروس سره د مقابلې او د تشخیص په ارتباط د لس (۱۰) فیصده تولیداتو د صادرولو لپاره د پوه بنسټه شرکتونو د چمتو والي خبر ورکړ .

هغه وویل حاضردمه د نړۍ لسو (۱۰) هیوادونو په لیکونو کښې  له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د تشخیص د کیټونو د ترلاسه کولو لپاره د خپل  د ضرورت خبره کړي ده  او د دغو کیټونو د صادراتو بهیر د ترسره کیدا په حال کښې دی .

د ایران د ولسمشر د علمي او د ټیکنالوژۍ د چارو مرستیال او د علم او د ټیکنالوژۍ د نړیوالو تعاملاتو د مرکز مشر «مهدي قلعه نوي» له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د علمي او د ټیکنالوژۍ د فعالیتونو او د نړیوالو ملګرتیاو په زمینه کښې هم وویل په دې هکله له دوو (۲) هیوادونو سره خبرې دوام لري په دې سربیره نړۍ د کورونا د  ناپیژندل شوي ناروغۍ په زمینه کښې د تحقیق په حال کښې ده .

د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو اونیو کښې په موقع د اقداماتو د ترسره کولو او د خلکو د ملګرتیا په خاطر په کورونا ویروس د کسانو د ککړیدا د بهیر د کمیدا کتونکی دی .

د ایران د روغتیا وزارت د اعلان پراساس په هیواد کښې تراوسه په کورونا ویروس اوه نوي زره او څلور سوه څلرویشت(۹۷۴۲۴) کسان ککړ شوي چې څه د پاسه سوه اته اویا زره (۷۸۰۰۰) ترې ښه شوي او څه دپاسه شپږ زره (۶۰۰۰) نور بیا مړه شوي هم دي .