ایران جرمني ته څلویښت زره کیټونه واستول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89862-ایران_جرمني_ته_څلویښت_زره_کیټونه_واستول
زمونږ خبریال وايي له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د ایران د یوه(۱) پوه بنسټه شرکت لخوا د سیرولوژي د تشخیص د کیټونو لومړنی پیټی چې څلویښت زره (۴۰۰۰۰) کیټونه پکښې شامل وو جرمني ته صادر شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2020 10:31 Asia/Kabul
  • ایران جرمني ته څلویښت زره کیټونه واستول

زمونږ خبریال وايي له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د ایران د یوه(۱) پوه بنسټه شرکت لخوا د سیرولوژي د تشخیص د کیټونو لومړنی پیټی چې څلویښت زره (۴۰۰۰۰) کیټونه پکښې شامل وو جرمني ته صادر شو .

د ایران د یوه(۱) پوه بنسټه شرکت «پیشتاز طب» د سوداګرۍ د چارو مدیر «یاشا فرخ زاد» نن جرمني ته د سیرولوژي د دغو کیټونو د صادرولو په هکله وویل په تیره میاشت کښې په ایران کښې د کورونا ویروس خپریدا او د تشخیص کیټونو ته ضرورت ته په پام سره د ځوانو ایرانیو سائینس پوهانو په هڅې سره په چټکۍ سره د کورونا ویروس د سرولوژي کیټونه په لوړ کیفیت سره جوړ شول او د ایران د طبي تجهیزاتو له ادارې څخه یې ضروري اجازت لیکونه  او لائینسونه هم ترلاسه کړل .

هغه په ورځ کښې د کورونا ویروس د ازموینې د یو(۱) میلیون کیټونو په جوړولو کښې د دغه شرکت وړتیا ته په اشارې سره وویل حاضردمه د نړۍ څه دپاسه شپیتو (۶۰) هیوادونو د دغه شرکت له کورونا سره د اړونده محصولاتو د اخیستلو  غوښتنه کړي ده .

یاشا فرخ زاد وویل د جرمني د ترکیې د پولینډ او په جنوبي امریکا کښې د څو هیوادونو او د ګډو ګټو د خپلواکه هیوادونو په شمول ډیرو هیوادونو د دغو  کیټونو د اخیستلو غوښتنه کړي ده .