که امریکا رښتیا وايي نو بایکاټونه دې پاې ته ورسوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89867-که_امریکا_رښتیا_وايي_نو_بایکاټونه_دې_پاې_ته_ورسوي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره له ایران سره د مرستې لپاره د واشنګټن د مرستو په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ ادعا ته په غبرګون کښې وویل که چیرې امریکا رښتیا وايي یوازنۍ لاره دا ده چې د ایران پرضد غیر قانوني بایکاټونه پاې ته ورسوي .
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
May 05, 2020 16:04 Asia/Kabul
  • که امریکا رښتیا وايي نو  بایکاټونه دې پاې ته ورسوي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره له ایران سره د مرستې لپاره د واشنګټن د مرستو په هکله د امریکا د ولسمشر ټرمپ ادعا ته په غبرګون کښې وویل که چیرې امریکا رښتیا وايي یوازنۍ لاره دا ده چې د ایران پرضد غیر قانوني بایکاټونه پاې ته ورسوي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابه سره په ټیلي فوني خبرو کښې له کورونا ویروس سره په مقابلې کښې له تهران سره د دوستانه  مرستو په خاطر د ټوکیو له حکومت څخه په قدرونې سره وویل له کورونا ویروس سره د مبارزې او دغه راز د دغه بندیزونو د سختو اقتصادي پایلو په شرایطو کښې د ایران د ملت پرضد د امریکا غیرقانوني بایکاټونه زیات شوي دي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې له کورونا ویروس څخه د ژغورنې لپاره د ټولو هیوادونو له ملګرتیا پرته بله لاره نشته وویل  د امریکا د بشر ضد او ظالمانه بایکاټونو په زیاتیدا سره د ایران ملت او حکومت  د طبي تجهیزاتو او د خوراکي شیانو د تامینولو په زمینه کښې له زیاتو مشکلاتو سره مخ شوي دي .

هغه په سیمه او نړۍ کښې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د هڅو د دوام په ضرورت ټینګار سره وویل په تیرو اونیو کښې دامریکا اقدامات په عراق او  فارس خلیج سیمه کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شوي دي .