له کرونا سره د مقابلې لپاره نړیواله ملګرتیا ضروري ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89900-له_کرونا_سره_د_مقابلې_لپاره_نړیواله_ملګرتیا_ضروري_ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره هراړخیزه نړیواله ملګرتیا ضروري ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2020 03:15 Asia/Kabul
  • له کرونا سره د مقابلې لپاره نړیواله ملګرتیا ضروري ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: له کرونا وایرس سره د مقابلې لپاره هراړخیزه نړیواله ملګرتیا ضروري ده.

ولسمشر حسن روحاني پرون د آسټریا له ولسمشر الکزینډر ون ډِر بِلِّن Alexander Van der Bellen سره په ټیلیفوني خبرو اترو کښې دې ته په اشارې سره چې امریکا له کرونا ناروغۍ سره د مبارزۍ لپاره له روانو سختو حالاتو سره سره د ایران د درملیزو او طبي اړتیاؤ د پوره کولو په لاره کښې خپلو بندیزونو ته دوام ورکوي، زیاته کړه: د امریکې حکومت له دغه وایرس سره د مقابلې لپاره حتی د پيسو له نړیوال صندوقه د پور له ترلاسه کولو سره سخت مخالفت کوي.

ولسمشر حسن روحاني دې ته په اشارې سره چې په روانو حالاتو کښې اروپايي اتحادیه باید د نړیوالو مسائلو او ایټمي موافقې په نسبت د خپلو ژمنو په وړاندې لاجدي اقدام ترسره کړي، څرګنده کړه: له کرونا سره د مقابلې د طریقې او له هیوادونو سره د مرستې او د ایران خلاف د امریکې د غیرقانوني بندیز د ختمولو په لړ کښې د اروپا فعالیت ډیر اهمیت لري.

د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې ایران په سیمه کښې د صلحې او ثبات په تکل کښې دی او له اروپا هیله لري چې په صهیونیسټي رژيم باندې په دباؤ اچولو سره پرې نږدي چې دغه رژیم د کرونا نړیوالې وبا ته په بې پامۍ سره په سوریې او لبنان کښې په خپلو حملو او د غزې د محاصرې په دوام سره حالات د یو کړکیچ په لور بوځي.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د آسټریا ولسمشر هم له ایران سره د ملګرتیا پراختیا ته د خپل هیواد په علاقې او له کرونا سره په مبارزه کښې د تجربو انتقال ته په چمتووالي باندې په ټینګار سره وویل: آسټریا او اروپايي اتحادیه د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو مخالف دي.

هغه په دې خبرې سره چې د امریکې اقدامات د نړیوالو تړونونو خلاف دي، زیاته کړه: هڅه به وکړم چې د ایران او اروپا اړیکې، له امریکې څخه له اغیزمنیدو پرته، ښې شي.