امریکا کښې د بې کارۍ اندازه غمیزناکه ده
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د ویرمونټ ایالت د مشرانو جرګې غړي بیرني سینډرز بیګا په خپل هیواد کښې د بیکارۍ د اندازې او د خلکو د کارونو د لاسه ورکولو د غمیزې په بللو سره ټینګار وکړ د ولسمشر ټرمپ حکومت باید د کارکونکو معاشونه او تنخواګانې تضمین کړي .
هغه د امریکا په اقتصاد کښې فساد او درغلۍ ته په اشارې سره وویل د هیواد اوسنی اقتصادي دباو د کارګرانو په غاړه دی .
د امریکا د ماساچوسټ ایالت د ډیموکراټ ګوند سیناتور الیزابت وارن هم د هیواد د څه دپاسه دیرش (۳۰) میلیونه خلکو بې کاره کیدا ته په اشارې سره هغه د هیواد لپاره ستره ماتي وبلله .
هغه وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ او د ریپلیکن ګوند غړي تراوسه له دغه اقتصادي غمیزې څخه د امریکا د ایستلو لپاره هیڅ پلان نلري .
په امریکا کښې د کورونا ویروس د خپریدا له وخت راهسې تراوسه په زرګونو کارخانې او شرکتونه تړل شوي او په هیواد کښې کابو شل (۲۰) میلیونه د کار فرصتونه له مینځه تللي دي او د بې کارۍ اندازه څوارلس اعشاریه اوه فیصدو ته رسیدلي چې له نولس سوه دیرشم (۱۹۳۰) میلادي کال وروسته ترټولو ستره ځوړتیا ګڼل کیږي .
په تیرو څو اونیو کښې د امریکا درې دیرش(۳۳) اعشاریه پینځه (۵)میلیونه خلکو د بې کارۍ د بیمې د ترلاسه کولو غوښتنه کړي ده .