د ایران لپاره دټرمپ د انسان دوستۍ دچینل په ناکارندوالي دسویس اعتراف
د سویس حکومت پرون تائيد کړې ده چې د انسان دوستۍ د هغه تش په نامه چینل څخه چې ډونالډټرمپ حکومت ئې ادعا کوي ، ایران ته ئې د درملو او طبي تجهیزاتو درسولو لپاره جوړ کړی دی ، هیڅ ډول انسان دوستۍ شیانو مبادله نه ده شوې .
په ایران کې د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه راز کروناویروس له خوریدا وروسته دامریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ حکومت له دغې مرګونې ناروغۍ سره دمقابلې په خاطر له تهران سره د مرستې لپاره دچمتووالي مدعي شوی . په عین حال کې واشنګټن په دې زمینې کې له ایران سره نه یوازې مرسته ونه کړه ،بلکې په دې زمینې کې ئې خنډونه هم جوړ کړل ، اوس سویس هم په دې موضوع اعتراف کړی دی .
د سویس حکومت پرون تائيد کړې ده چې د انسان دوستۍ د هغه تش په نامه چینل څخه چې ډونالډټرمپ حکومت ئې ادعا کوي ، ایران ته ئې د درملو او طبي تجهیزاتو درسولو لپاره جوړ کړی دی ، هیڅ ډول انسان دوستۍ شیانو مبادله نه ده شوې . دغه چینل چې د سویس بشردوستۍ داتجارت لاره چاره بلل شوې وه ، د امریکا د خزانې د وزیر سټیفن منوچین د وینا په اساس ډاډ ترلاسه کړي د انسان دوستۍ شیان دایران د ولس لاس ته رسیږي،خو د سویس یوه لوړپوړی چارواکي روښانه کړې ده،چې دغه ډول هیڅ پیښه نه ده شوې .
دسویس داقتصادي چارو دو زارت ویندوي فابیّن مینفیش وئيلي دي ، له دغه چینله هیڅ ډول راکړه ورکړه نه ده شوې .په حقیقت کې ددغه چینل جوړښت داسې دی،پرهغو شرکتونو،چې په ایران د انسان دوستۍ د شیانو د خرڅلاؤ نیّت لري ، محسوس پيټی وتپل شي .
امریکا اوسویس د جنورۍ په شلمه نیټه ایران ته دانسان دوستۍ د شیانو د لیږدولو لپاره دنوی مالی لارې چارې یا د یوه مالی اوا قتصادی چینل داجرا کولو مدعی شوي دي .په هغې اعلامیې کې چې په تهران کې د سویس سفارت خپره کړې ده راغلي دي،د سویس د انسان دوستۍتجارتی تمهید (ایس ایچ ټي اې )مالی چینل ایران ته د انسان دوستۍ د شیانو د سپارلو د ممکن کیدا په موخې سره د اجراکیدا په درشل کې دی . سویس ددغه مالی چینل له اجراکیدا څخه موخه ، ایران ته ددغو شیانو له صادراتو سره داړونده مالی مبادلاتو لپاره له یوه ډاډمن چینل څخه ، د درملو او خوراکی محصولاتو دتامینونکو له برخمنیدا ډاډمنیدا بللې ده .
سویس اوامریکا په داسې وخت کې ادعا کړې،چې له دې څو ورځې مخکې ، له دغه چینل څخه د ایران په لور د درملو دیوې جوپې لپاره یومړنۍ پیسې ورکړل شوي دي.ددغې ادعا په اساس،ټاکل شوې وه،چې دامریکا خزانې وزارت ، د اړونده بانکونو لپاره لازم ضمانتونه برابر کړي څو ډاډمن شي،د امریکا د قوانینو په لړ کې د مالی معاملاتو د ترسره کولو امکان شته دی . په عین حال کې د ټرمپ حکومت چې له ایران سره د انسان دوستۍ د شیانو په مبادلاتو کې په کرړنګونې کې ډيره بده مخینه لري،حتی په دې مورد کې ئې هم خنډونه رامینځةکړي دی او ایران ته ددغو ضروري شیانو دلیږد خنډ شوی دی .
له دغو غیر انسانی اقداماتو سره سره،د امریکا دخزانې وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره په سویس کې د انسان دوستۍ له شیانو سره داړونده چینل له لارې دایرانیو ناروغانو لپاره دلومړنیو مالی مبادلاتو د بشپړیدا مدعی شوی . خو له خبرو تر عمل پورې ډير واټن دی .
د ټرمپ حکومت د زیاتره دباؤ سیاست په چوکاټ کې ، د اسلامی ایران په ضد دتاریخ په اوږدو کې تر ټولو بې مخینې بندیزونه اعمال او لازیات کړي دی او په ایران کې د کرونا ویروس له ډيرې خوریدا سره سره چې په ایران کې د روغتیا او درملنې دنظام په لاره کې ئې سترمشکلات رامینځةکړي،ددغو غیر انساني بندیزونو پر دوام ټینګار کوي . په دې باب د ټرمپ دحکومت له ادعاګانو سره سره چې د درملیزو او طبی مرستو او د انسان دوستۍ ممرستې او موضوع ، د ایران په ضد له هراړخیزو بندیزونو ، بهر دي .خو واشنګټن په عمل کې ،حتی د سویس د انسان دوستۍ تجارتي تمهید نومې چینل څخه د انسان دوستۍ د مرستو په لاره کې تل خنډونه جوړ کړي دي .
ددې په ترڅ کې چې امریکا اوسنیو بیړنیو حالاتو ته په پام سره د ایران په ضد د بندیزونو دختمولو لپاره له نړیوالو غوښتنو او دکرونا ویروس له ډيرې پراخې خوریدا سره سره ، هماغه راز پخپلو غیر انساني دریځونو ټينګار کوي . په دې زمینې کې د امریکا خارجه وزارت ، په اپریل میاشت کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره ، د ایران د بندیزونو د لغوه کولو چاره جعلي بللې او وئیلي ئې دي ، دایران په ضد بندیزونه نه لغوه کیږي . په حقیقت کې په اوسني وخت کې دایران په ضد د یو اړخیزو بندیزونو پر دوام دټرمپ د حکومت ټينګار ، په دې معنا دی ، چې واشنګټن، دایران د ملت په ضد داقتصادی ترهه ګرۍ ترڅنګ طبی ترهه ګري هم اعمالوي او ددغې رَوّئې په دوام سره ئې د بشریّت په ضد جنایت ترسره کړی دی .اوس سویس چې په ایران کې د امریکا د ګټو ساتونکی حکومت دی،هم د ایران په وړاندې د ټرمپ د انسان دوستۍ د چینل په ناکارندوالي په اعتراف سره ، د ایران په ضد د ټرمپ د حکومت په غلیمانه کړچار ټپه وهلې ده .