سپينه ماڼۍ هم هغه شان خپلو جاهلانه توهماتو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i89966-سپينه_ماڼۍ_هم_هغه_شان_خپلو_جاهلانه_توهماتو_ته_دوام_ورکوي
په سوئيډن کښې د ايران سفير له برجام ايټمي موافقې څخه د له وتلو وروسته د امريکې ناکاميو ته په اشارې سره تاکيد وکړ: سپينه ماڼۍ هم هغه شان خپلو جاهلانه توهماتو ته دوام ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2020 07:32 Asia/Kabul
  •  سپينه ماڼۍ هم هغه شان خپلو جاهلانه توهماتو ته دوام ورکوي

په سوئيډن کښې د ايران سفير له برجام ايټمي موافقې څخه د له وتلو وروسته د امريکې ناکاميو ته په اشارې سره تاکيد وکړ: سپينه ماڼۍ هم هغه شان خپلو جاهلانه توهماتو ته دوام ورکوي.

په سوئيډن کښې د ايران سفير احمد معصومي فر نن په خپل يو ټوئيټ کښې له برجامه د امريکې د وتلو دويمې کليزې ته په اشارې او په دغو دوو کلونو کښې د امريکې د ناکاميو په ذکرولو سره وليکل: په برجام باندې په پابندۍ کښې د امريکې دوه کلنو ماتېو ته بيا کتنه ښودنه کوي چې بل هيڅ يوه ښه موافقه نه ده ترلاسه شوې.

معصومي فر زياته کړه، په دغه موده کښې د اېشيا په لويديځ کښې هم خطرات زيات شوي دي.