په ایران کې په کروناککړڅه دپاسه ۹۳زره کسان ښه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90111-په_ایران_کې_په_کروناککړڅه_دپاسه_۹۳زره_کسان_ښه_شوي_دي
په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه څلور میلیون شپږ لکه دوه څلویښت زره تنو ته رسیدلی، چې له دغو کسانو لږترلږه درې لکه اته زره تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو یو میلیون اته لکه کسان په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 16, 2020 11:05 Asia/Kabul
  •   په ایران کې په کروناککړڅه دپاسه  ۹۳زره کسان ښه شوي دي

په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه څلور میلیون شپږ لکه دوه څلویښت زره تنو ته رسیدلی، چې له دغو کسانو لږترلږه درې لکه اته زره تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو یو میلیون اته لکه کسان په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوي کیانوش جهانپور  نن په تهران کې  له خبریالانو سره په خبرو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  په تیرو ۲۴ساعتونو کې  یو زر اوه سوه اوه پنځوس نور ککړ کسان پيژندل شوي  زیاته کړې ، تر دې دمه  د تشخیص دقطعي معیارونو  په اساس   یو لک  اتلس زره  درې سوه دوه نوي کسان په کرونا ویروس ککړ شوي دي .

 جهانپور  همداراز په تیر شواروز کې  دپنځه دیرشو ککړو کسانو مړینې ته په اشارې سره  هم ووئيل ،  له بده مرغه   په ایران کې  په کروناویروس  د ککړتیا له امله  د قربانیانو شمیر شپږ زره  نهه سوه اوه دیرشو تنو ته زیات شوی دی .

 هغه  همداراز ددې خبرې په کولو سره چې له اویاؤ ورځو وروسته نن د هرې ورځې  مړینو شمیر  له څلويښتو تنو ته  راټيټ شوی،یادونه کړې،تردې دمه په درست ایران کې  د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ د تشخیص  کابو شپږ  لکه درې اویا زره  ټسټونه شوي  دي .

 همداراز وروستي راپورون ښئ،په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر   هم څه دپاسه  څلور میلیون  شپږ لکه دوه څلویښت زره  تنو ته رسیدلی، چې له دغو کسانو لږترلږه درې لکه  اته زره تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او  دغه راز  کابو یو میلیون  اته لکه کسان  په درملنې پسې ښه شوي او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .