ایران کښې په کرونا د ککړو ټولو بهرنیو ښاریزو وړیا درملنه کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90122-ایران_کښې_په_کرونا_د_ککړو_ټولو_بهرنیو_ښاریزو_وړیا_درملنه_کیږي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه څو ځلې د ایران د دغو انساندوستانه او اغیزناکو اقداماتو قدرونه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2020 01:34 Asia/Kabul
  • ایران کښې په کرونا د ککړو ټولو بهرنیو ښاریزو وړیا درملنه کیږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه څو ځلې د ایران د دغو انساندوستانه او اغیزناکو اقداماتو قدرونه کړې ده.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د بهرنیو ښاریزو او مهاجرینو لوې مدیر د کرونا ناروغۍ د کنټرولولو په لړ کښې افغانستاني ښاریزو ته د ایران د خدماتو او اقداماتو په وضاحت سره وویل: په کرونا د ککړو ټولو بهرنيو ښاریز د ایران په روغتونونو کښې په وړیا توګه درملنه کیږي.

مهدي محمودي پرون د ټولو ښاریزو د عامه سلامتیا د ساتنې په موخه د مرستو په دوام باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د ایران د اسلامی جمهوریت سیاست ایراني او په ایران کښې استوګنو بهرنیو ښاریزو ته د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کښې د هرډول توکمپالنې مخنیوی دی.

محمودي په ایران کښې د ټولو بهرنیو ښاریزو د تبې ټیسټ ته په اشارې سره زیاته کړه چې تراوسه کابو شپږو زرو بهرنیو کورنیو ته د شخصي حفاظت کیټونه ورکړی شوې دي چې په کښې ماسکونه، عینک، دستانې او آیزولیشن کالي او د صابني مایع، ضد عفوني کونکي ژل او درمل او نقدې او معیشتي مرستې شاملې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه څو ځلې د ایران د دغو انساندوستانه او اغیزناکو اقداماتو قدرونه کړې ده.