محصیلینو او ځوانانو ته د اسلامي انقلاب د مشر سپارښتنې :-
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه ای پرون مازیګر د پوهنتون له یوشمیر تشکلونو او ځوانو محصیلینو سره په تصویري غونډې کښې د ظلم د کفر او د استکبار له جبهې سره سره د هیواد هیله رامینځته کونکو حقیقتونو ته په اشارې سره ځوانان او محصیلین د مطالبې او د ایډیل غوښتنې حقیقي بیرغ رپولو ته وروبلل .
د مشر تابه ستر مقام په کلي کتنې کښې د ایران موقعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل حقیقت دا دی چې نن سبا د ایران په مقابل کښې د ظلم د کفر او د استکبار یوه (۱) ستره او پراخه جبهه شته چې هڅه کوي په هرې وسیلې ، چلول او امکاناتو سره د ایران اسلامي نظام شاتګ او تسلیمیدا ته مجبوره کړي او که چیرې دغه هدف محقق شي د هیواد د راتلونکي لپاره به ډیره ګرانه تمامه شي چې البته د خدای پاک په فضل او د خلکو په هوښیارۍ او مقاومت سره به د استکبار جبهه په دغه هدف کښې ناکامه شي .
د ایران د ملت دښمانان په خپلو غلطو محاسباتو سره باوري دي چې د اسلامي انقلاب ایډیل ته د ګوزار د ورکولو یوازنۍ لاره د ایران د ملت د روحیې کمزوري کول او له ملت په تیره بیا له ځوانانو څخه څخه په ځان د اعتماد اخیستل دي .
امریکا په دې زمینه کښې دوې (۲) سناریوګانې پلان کړي دي .
امریکا په لومړنۍ سناریو کښې له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو په چوکاټ کښې په ایران باندې د تور په لګولو سره په سیمه کښې د جنګ او د کړکیچ په رامینځته کولو کښې د امریکا له رول څخه د نړۍ د عمومي افکارو د پام بلې خوا ته اړول دي .
امریکا په دوهمه(۲) سناریو کښې د ایران داسلامي انقلاب د ارزښتونو تر پوښتنې لاندې وروستل او د استکبار له جبهې سره په مقابلې کښې د اسلامي جمهوریت د نظام نرم قدرت ته ګوزار ورکول دي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د دغه موضوع په بیانولو کښې د ایران له ملت سره له مقابلې کولو د دښمانانو اصلي هدف د ملتونو لپاره د یوې (۱) جذابې بیلګې د رامینځته کولو مخنیوی وباله .
حقیقت دا دی چې امریکا په تیرو یوڅلویښتو (۴۱) کلونو کښې تل د ایران د ملت د وسونو په هکله غلط محاسبات لرلي دي او په همدې علت یې هیڅ نتیجه نه ده ترلاسه کړي .
دا په داسې حال کښې دي چې په هرې ښکاره پیښې سره د سیمې او د نړۍ د ملتونو او د ایران د خلکو لپاره د امریکا حقیقي ماهیت ښکاره شوی او له امریکا د خلکو نفرت زیات شوی هم دی .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په یوې (۱) برخې کښې وویل له هغو درنو لګښتونو سره سره چې امریکا د پرله پسې کلونو په اوږدو کښې د ځان د جذابې څیرې د القا کولو او ښکلي ښودلو لپاره ترسره کړي دي نن سبا امریکا او د دغه هیواد نظام په مهمې برخې کښې له دنیا څخه نفرت لري .
هغه حضرت له امریکا څخه د اوسني نفرت یوه(۱) برخه د دغه هیواد د بې ارزښته ، د ډیرو خبرو کونکي او د بې منطقه ولسمشر او د خارجه وزیر په شمول د اوسنیو مسولانو د کړچار او د دغه رژیم د چټې خبرو له کبله وباله او جوته یې کړه البته له امریکا څخه د نفرت علت یوازې دغه مسله نه ده بلکې د وژلې د جنایت ، بې عدالتۍ ، د ترهګرو روزنې ، له بدنامو او ظالمو حکومتونو سره د مرستې او د صهیونیسټ رژیم له هره ورځې زیاتیدونکي ظلم څخه ملاتړ او د کرونا ناروغۍ د وروستي ناوړه مدیریت په شمول د امریکا اوږد مهاله کړچار ته ورستنیږي .
امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تراوسه له القاعده سره د مبارزې په پلمه یعني هماغه ترهګره ډله چې د ولسمشر ټرمپ او د خارجه وزیرې هیلاري کلینټن په اعتراف امریکا دغه ډله جوړه کړي ده سیمه له نا کنټرولیدونکي ترهګرۍ او ناامنۍ سره ښکیل کړه او د داعش ډلې له داخل څخه یې نورې په لسګونو ترهګرې ډلې رامینځته کړې .
نن سبا هم امریکا په ښکاره وايي په سوریې کښې مو عسکر دیره کړي دي ځکه چې هلته تیل شته .
په همدغو حقیقتونو باندې په ټینګار سره دي چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ډاګینه کړه امریکا په عراق او سوریې کښې پاتې کیدونکي نه ده او په پریکنده توګه باید له دغو دوو (۲) هیوادونو ووځي او بې شکه وبه وځي .
طبیعي ده چې له امریکا څخه نفرت یو(۱) حقیقت دی او امریکا په دغه حقیقت سترګې نشي پټولی .
خو ایران د استکبار د جبهې په مقابل کښې د ټولو انقلابي ارزښتونو په ساتلو سره وده کړي ده او په ځوانو، خلاقو او انقلابي ځواکونو باندې تکیې سره چې د ایران د جمهوریت نظام له ویاړ څخه د ډک راتلونکي مهم تشکیلونکي عناصر دي خپلو هدفونو ته رسیدلی دی .