امریکا ته د ایرانی چارواکوخبردارې
د ایران د خارجه وزارت سیاسی مرستیال عباس عراقچی هم د امریکا د حکومت د ګټو د ساتونکی په توګه د سویټرزلینډ د سفیر په راغوښتلو سره له هغه وغوښتل د ایرانی تیلی کشتیو پرضد د امریکا له خوا د هر ډول احتمالی ګواښ په اړه د اسلامی ایران جدی خبردارې امریکایی مقاماتو ته منتقل کړی .
په دې هکله دځینو راپورونو خپریدا چی د وینزویلاپه مقصدد ایران دسونګو د ټانکرونولپاره د ستونزې رامینځته کولو په باب د ایران چارواکو امریکایی چارواکو ته خبردارې ورکړې دې .
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په همدې هکله د ملګرو ملتو سرمنشی ګوتریش ته د یوه لیک په ورلیږلو سره د امریکا غیر قانونی ، خطرناک او لمسونکی ګواښونه یو ډول سمندری غلا او نړیوال امنیت او سولې لپاره ستر ګواښ بللې او تینګار یې کړې دې چی امریکا باید په نړیوال ډګر کی له زور وینې لاس واخلی او نړیوالو قوانینو په تیره بیا په سمندرونو کې د کشتۍ چلونې ازادۍ ته درناوې وکړی .
د ایران د خارجه وزارت سیاسی مرستیال عباس عراقچی هم د امریکا د حکومت د ګټو د ساتونکی په توګه د سویټرزلینډ د سفیر په راغوښتلو سره له هغه وغوښتل د ایرانی تیلی کشتیو پرضد د امریکا له خوا د هر ډول احتمالی ګواښ په اړه د اسلامی ایران جدی خبردارې امریکایی مقاماتو ته منتقل کړی .
وینزویلا ته د ایرانی تیلی ټینکرو وږرلیږل د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې دي چی په ازادو اوبو کې ترسره کیږی او دا یو نړیوال پیژندل شوې حق دې او حکومتونه حق نلری ، د هغه په اجرا کی خنډ رامینځته کړی .
امریکاپه تیرې جولایی میاشت کی په یوه غیر مستقیم او د برتانیه والو په ملګرتیا سره یوه سمندری غلا وکړه او د ګریس ، یو تیلی کشتۍ یې چی ایران تیل یې وړل ، د سوریې پرضد د اروپایی اتحادیې د بایکاټونو د خلاف ورزۍ په پلمه د جبل الطارق په سیمه کی وردوله . اسلامی ایران دغه اقدام ته پریکنده ځواب ورکړ . په عین حال کی د جبل الطارق سترې محکمې د ګریس تیلی کشتۍ د درولو د تمدید لپاره د امریکا رسمی غوښتنې او دباونو ته په بې پامۍ سره د هغې د ازادۍ حکم صادر کړ .
روښانه ده چی د نړیوال تجارت ، ازادې کشتۍ چلونې او د انرژۍ د ازادبهیر لپاره د امریکا لخوا ګواښ ښکاره سمندری غلا او د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده .
هغو نړیوالو او حقوقی اړخونو او خطرو ته په پام سره چی د امریکا بلا غوښتنې د کشتۍ چلونې د امنیت لپاره لری ، د امریکا لخوا د هر ډول تیروتنې د تکرار په بڼه کې د ایران لپاره درستې ټاکنې خوندي دي او تهران به د ازادې سمندر کچکونې د ساتنې او د امریکا د کارړنګونواو قانون ماتونو د لګښت د زیاتولو لپاره متناسب غبرګونونه غوره کړي .
د ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمی په دې زمینه کی ښکاره او روښانه بیغام لری . سردار حاتمی ټینګار وکړ اسلامی ایران د خپل ملی امنیت په دفاع کې هر تیری ګر دښمن ته چټک ، پریکنده او غاښ ماتونکې ځواب ورکوی .