امریکا د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90249-امریکا_د_اسرائیلو_په_جنایتونو_کښې_شریکه_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیګا له صهیونیسټ نیواکګر رژیمه د سپینۍ ماڼۍ د چارواکو هراړخیزه ملاتړونو ته په اشارې سره امریکا د دغه رژیم په ټولو تیریو کښې ونډه لرونکي او مسوله وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2020 00:09 Asia/Kabul
  • امریکا د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریکه ده

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیګا له صهیونیسټ نیواکګر رژیمه د سپینۍ ماڼۍ د چارواکو هراړخیزه ملاتړونو ته په اشارې سره امریکا د دغه رژیم په ټولو تیریو کښې ونډه لرونکي او مسوله وبلله .

هغه وویل د امریکا چارواکي د فلسطین د ټاټوبي له غصبولو رانیولي د امریکا په وسلو سره د ماشومانو تر وژلو پورې د بشریت پرضد د اسرائیلو په ټولو جنایتونو کښې ونډه لري .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ټینګار وکړ د فلسطین خلک باید د یهودیانو پرضد د لویدیځ د تمدن د جنایتونو بیه ورنکړي .

ظریف دغه راز د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت  له  اسلامي راډیو او ټیلي ويژن اتحادیې سره په مرکه کښې ویلي و  صهیونیسټ رژيم یو(۱) نړیوال خطر دی چې  توانیدلی دی په بیلابیلو اوزارونو سره نړۍ یرغمل کړي او کلنګ ترې واخلي .