صهيونېسټ رژيم د انسانانو د قتل عام مشين دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90259-صهيونېسټ_رژيم_د_انسانانو_د_قتل_عام_مشين_دے
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزارت تاکيد وکړ: اسرائيلي رژيم په خپل ذات کښې د انسانانو د قتل عام مشين دے چې بې له څه قانون او ضابطې فلسطيني مظومان قتل عام کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2020 07:43 Asia/Kabul
  • صهيونېسټ رژيم د انسانانو د قتل عام مشين  دے

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزارت تاکيد وکړ: اسرائيلي رژيم په خپل ذات کښې د انسانانو د قتل عام مشين دے چې بې له څه قانون او ضابطې فلسطيني مظومان قتل عام کوي.

د ايران خارجه وزارت بېګا د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت په يو ټوئيټ کښې د صهيونېسټ رژيم نسل وژنې او جنګي جنايتونو ته په اشارې سره وليکل:د اسرائيلو آپارټائيډ رژيم د بې ګناه فلسطيني ماشومانو په نښته کولو لويه تجربه لري، ټول شهيد کړې شوي ماشومان بې  وسلې وو او يوازې د آزادۍ او انصاف په تکل کښې وو، خو بې له څه قائدې او قانونه د اسرائيلي فوځيانو په ډزو سره شهيدان کړې شول.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزارت په دې باندې په تاکيد سره چې دردېدونکي او اسير کړې شوي فلسطيني ماشومان او ښځې د صهيونېسټ رژيم د قساوت اصلي قربانيان دي زياته کړه: د فلسطين خلق په داسې حال کښې چې بې له څه توجيه په ډله ايزه توګه په اسرائيلي توقيف ځايونو او جېلونو کښې ساتل کيږي په سخته سره وهلې او ډبلې کيږي  او په دوره اي توګه شکنجه کولې شي، پکار دي دغه بې ګناه فلسطينيان آزاد کړې شي.