دلویدیځي آسیاامنیت باید دسیمې د هیوادونو په لاس تامین شي
شیخ تمیم په دې خبرې په ټينګار سره چې دسیمې امنیت باید د سیمې ددرستو هیوادونو په ملګرتیا سره ترلاسه شي ، ووئيل ، قطر په سیمې کې د هر ډول تاؤتریخوالي مخالف دی .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په ټيلیفوني تماس کې په دې خبرې په ټينګار سره چې دسیمې امنیت د ایران لپاره ډير مهم دی ، ووئيل اسلامی ایران تل د ځان لپاره د ملی ګټو دتامینولو او د مځکنۍ بشپړتیا او دحاکمیّت ددفاع حق ته ډير اهمیّت ورکوي او تهران هیله مند دی امریکایان له تیروتنو لاس په سر شي .
ډاکټر روحاني په کارائيب سمندر سیمې کې دامریکایانو ځینو خوځښتونو ته په اشارې سره ووئیل ، که دایران تیلی کشتۍ د دنیا په کونج کونج کې دامریکایانو له خوا له مشکل سره مخ شي ، نو د دوي لپاره به متقابل مشکل رامینخة شي .
داسلامی ایران ولسمشر په دوام کې د دوحې او تهران اړیکې دوستانه او سټراټژيکې وبللې او هیله ئې وښودله ، د کرونا ویروس له خوریدا سره سره ، د ایران او قطر د بندرونو له لارې د شیانو منتقلیداسوکه سوکه فعاله کیږي او همداراز د دواړو هیوادونو د هوائي کرښو الوتونه هم له سره پیلیږي .
ډاکټر روحاني همداراز دفټبال ۲۰۲۲کال په نړیوال جام کې د قطر کوربتوب ته په اشارې سره د قطر د لاښه کوربتوب لپاره د ایران له خوا د هرډول مرستو دوړاندې کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .
د قطر امیر هم په دغو خبرو کې په درستو زمینو کې له ایران سره داړیکو پراختیا باندې ټينګار وکړ او هیله ئې وښودله،د دواړو هیوادونو د ګډې اقتصادي غونډې په ترسره کیدا سره د ایران او قطر تجارتي او اقتصادي اړیکې لاپراخې شي .شیخ تمیم په دې خبرې په ټينګار سره چې دسیمې امنیت باید د سیمې ددرستو هیوادونو په ملګرتیا سره ترلاسه شي ، ووئيل ، قطر په سیمې کې د هر ډول تاؤتریخوالي مخالف دی .