سپاه پاسداران ددفاعي چمتووالي په اوج کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90303-سپاه_پاسداران_ددفاعي_چمتووالي_په_اوج_کې_دي
که د اسلامی نظام دښمنان واړه شان ته تیروتنه هم وکړي ،نو د اسلامی ایران ددفاعي حوزې له خوا به غاښ ماتونکی او پښمنانه کونکی ځواب وويني .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 24, 2020 10:22 Asia/Kabul
  • سپاه پاسداران ددفاعي چمتووالي په اوج کې  دي

که د اسلامی نظام دښمنان واړه شان ته تیروتنه هم وکړي ،نو د اسلامی ایران ددفاعي حوزې له خوا به غاښ ماتونکی او پښمنانه کونکی ځواب وويني .

د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دهوافضا ځواک قوماندان سردار تورن جنرال امیرعلیحاجي زاده  نن په تهران کې دنیکمرغه کوچني اختردلمانځه د ترسره کیدا تر څنګ  ددې خبرې په کولو سره چې  هیڅوک دې د دفاعي حوزې  په باب اندیښنمن ونه ووسي ، وئيلي دي دښمن هڅه کوي ، دخلکو د ذهنونو  دمنحرف کولو لپاره  امنیتي اندیښنې رامینځةکړي ،خو دایران ولس  په دفاعي حوزې کې هیڅ  اندیښنه نه لري .

 د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د  هوافضا ځواک قوماندان   د ایران ددفاعي توانمنیو څخه د  دښمن اندیښنو ته په اشارې سره ټينګار کړی ، اسلامی ایران پخپلو ځوانانو او داخلی توانمنیو  پّ تکیې سره د لاقدرتمنیدا په حال کې دی .  هغه په عین حال کې ووئیل که  د اسلامی  نظام دښمنان واړه شان ته تیروتنه هم وکړي ،نو  د اسلامی ایران ددفاعي حوزې له خوا به غاښ ماتونکی او پښمنانه کونکی ځواب وويني .