موسوي:ايران د خپلو حاکميتي اصولو بې احترامي نه شي زغملې
د ايران د خارجه وزارت وياندد فرانسې د خارجه وزير مداخلت کونکو څرګندونو په ردعمل کښې وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د قضائيه قوې د خپلواکۍ په شمول د خپلو حاکميتي اصولو بې احترامي په هيڅ وجه نه شي زغملې.
د فرانسې خارجه وزير ژان ايو لودريان وړمه ورځ په ايران کښې د ايراني – فرانسوي ښاريزې مېرمن فريبا عادلخواه د محکوميت په غبرګون کښې وويل: له دې اقدام نه پس له ايران سره تعلقات سخت شوي دي.
ايراني – فرانسوي ښاريزه مېرمن فريبا عادلخواه څه موده مخکښې په ايران کښې د جاسوسۍ په تور ونيوې شوه ، د هغې وکيل په دې وروستيو کښې د امنيت په خلاف د اقداماتو په وجه په بند باندې د هغې د محکوميت خبر ورکړے ؤ.
د ايران د خارجه وزرات وياند سيد عباس موسوي پرون په دې باندې په تاکيدسره چې د ايراني ښاريزو په جرائمو غور کول يوازې د ايراني محکمو په قضائي صلاحيت کښې دي زياته کړه، په دغه دوسيه باندې به محکمه کښې د مقرراتو په خيال ساتنې سره غور شوے دے او مېرمن عادلخواه خپل د ښاريزتوب حقوق لرل.