د غبرګولی د ۱۵ د خونړی پاڅون د کلیزې تسلیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90528-د_غبرګولی_د_۱۵_د_خونړی_پاڅون_د_کلیزې_تسلیت_ومنئ
۵۷ کاله پخوا د غبرګولی په ۱۵ او په یوه ترخه پیښه کې د پهلوی رژیم عواملو د قم په فیضیه مدرسه کې د حضرت امام خمینی رح په جوتونکی وینا پسې په دغه سپیڅلی ښار کې د حضرت امام خمینی رح په کور په تیری سره هغه حضرت ونیوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2020 00:55 Asia/Kabul
  • د غبرګولی د ۱۵ د خونړی پاڅون د کلیزې تسلیت ومنئ

۵۷ کاله پخوا د غبرګولی په ۱۵ او په یوه ترخه پیښه کې د پهلوی رژیم عواملو د قم په فیضیه مدرسه کې د حضرت امام خمینی رح په جوتونکی وینا پسې په دغه سپیڅلی ښار کې د حضرت امام خمینی رح په کور په تیری سره هغه حضرت ونیوه .

نن د غبرګولی ۱۵ چی د ۲۰۲۰میلادی کال د جون ۴ نیټه کیږی  په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د حضرت امام خمینی رح د تاریخی پاڅون له کلیزې سره برابره ده .

د ایران په اوسنی تاریخ کې ډیر حساس او د بدلانه پیچومی ټکی ثبت شوی دی خو د غبرګولی د ۱۵ نیټې پاڅون په دوی کې ځانګړې اهمیت لری .

۵۷ کاله پخوا د غبرګولی په ۱۵  او په یوه ترخه پیښه کې د پهلوی رژیم عواملو د قم په فیضیه مدرسه کې د حضرت امام خمینی رح په جوتونکی وینا پسې په دغه سپیڅلی ښار کې د حضرت امام خمینی رح  په کور په تیری سره هغه حضرت ونیوه .

حضرت امام خمینی د قم په فیضیه مدرسه کې د حسینی عاشورا په ورځ  په یوه وینا کې د پهلوی رژیم له جنایتونو او د اسراییلو له رژیم سره د باچا  له اړیکو پرده اوچته کړه .

د حضرت امام خمینی رح د نیولو په غبرګون کې خلکو له روحانیت په ملاتړ او له امام خمینی سره په نه شلیدونکی اړیکو کې د تهران او قم په شمول په بیلا بیلو ښارونو کې د باچا رژیم پرضد پراخ اعتراضونه وکړل .

د دغو ولسی اعتراضونو په بهیر کې د باچا رژیم د امنیتی  ادارې ځپونکیو عسکرو د قم په فیضیه مدرسې په شمول په وحشیانه یرغل سره ګڼ شمیر خلک شهیدان ، ژوبل او ونیول .

دا  ورځ د سلطې د نظام د دړې وړې کیدا پیلامه او د اسلامی ویښتیا او اسلامی مقاومت د غورځنګ په شمول د درستو استکباری ضد غورځنګونو سمبول ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح د ۱۳۴۲ لمریز کال د غبرګولی په ۱۵ د باچا رژیم د استبدادی حکومت ضد سیاسی غورځنګ حساس پړاو ته ورداخل کړ  او په یوه لسیزه کې یې د جلاوطنۍ په شمول ډیرې سختیانې وزغملې .

د حضرت امام خمینی رح غورځنګ له ۱۹۶۳ پیل او په ۱۹۷۹ کال کی د ایران اسلامی انقلاب بریالې شو  او په یقین سره د غبرګولی د ۱۵ نیټې پاڅون د دغه اسلامی غورځنګ په بریالیتوب کی نه انکاریدونکې او ځلانده رول درلود .