له کورونا سره په مقابلې کښې د ایران طبي بریاوې :-
د ایران اسلامي جمهوریت له کورونا ناروغۍ سره په مقابلې کولو کښې تراوسه ښه ځلیدلی او د بایکاټونو له دباو او مشکلاتو سره سره یې په دغه ډګر کښې تل پاتې ویاړونه او پرمختګونه ترلاسه کړي دي .
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون له کورونا ویروس سره د مبارزې د ملي کمیټۍ په غونډې کښې په دې خبرې سره چې ایران په علمي زمینه کښې د نړۍ په پینځلسم (۱۵) لمبر او په اسلامي دنیا او لویدیځې اسیا سیمې کښې هم په لومړي لمبر کښې دی په دې زمینه کښې د نویو بریالیتوبونو خبر ورکړ .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په هیواد کښې د کورونا ناروغۍ په درملنه کښې د دوو (۲) اغیزشیندونکو درملو پیژندلو ته په اشارې سره وویل د هیواد د روغتیا او د درملنې فعالیت دې اونۍ دریم (۳) پړاو ته ورننوتلی دی او په کمزورو ډلو متمرکز شوی دی .
له کورونا ویروس سره د مقابلې یو(۱) اړم د درملنې او د روغتیا د وس لرل دي .
د ایران د روغتیا وزارت د اعلان پراساس په لومړي پړاو کښې اته اویا (۷۸) میلیونه خلک په هیواد کښې د روغتیا د لومړیو څارنو د جوړښتونو په مرسته سره تشخیص یعني سکرینینګ شول چې دغه چاره روغتونونو ته د خلکو د ورتلو د کمیدا سبب شوه .
په دوهم (۲) پړاو کښې هم څه دپاسه اته دیرش (۳۸) میلیونه خطرناک ناروغان تشخیص یعني سکرینینګ شول .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په شعبان میاشت کښې په یوې (۱) وینا کښې طبي ټولنه او د سلامتیا او د درملنې کادر د ایران ویاړ وبلل .
د ساري ناروغیو په جرړه ایستلو کښې د ایران ځلانده طبي مخینه او د ایران سیمه ییز او نړیوال مقام د دغو ویاړونو یوه(۱) برخه ده .
د کورونا ویروس چې د تیر میلادي کال په اخر کښې د چین په ووهان ښار کښې وپيژندل شو همدا اوس په یوې نړیوالې ساري ناروغۍ بدل شوی دی .
په نړۍ کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر اوس اوه (۷) میلیونه کسانو ته رسیدلی دی چې له کبله یې څلور لکه کسان وژل شوي هم دي .
د پریکنده تشخیصي معیارونو پراساس په ټول کښې په ایران کښې د کورونا ویروس له کبله د ککړو کسانو شمیر یولک اویا زرو(۱۷۰۰۰۰) ته رسیدلی دی .
له دوې څخه څه دپاسه یولک دوه دیرش زره(۱۳۲۰۰۰) کسان ښه شوي او د اعلان شویو شمیرنو پراساس تر پرون پورې په ایران کښې د کورونا ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمیر هم اته زره او دوه سوه نهو (۸۲۰۹)کسانو ته رسیدلی دی .
ایران د درملنې د طبي خدماتو د وړاندې کولو ، مخنیوي ، تشخیص او د عمومي مرکزونو او چاپیریال د پاک ساتلو په زمینه کښې مهم ګامونه پورته کړي دي او په هیواد کښې تراوسه د کورونا څه د پاسه یو(۱) میلیون کسان تشخیص یعني سکرینینګ شوي دي دي .
دا په داسې حال کښې دي چې د ایران د درملو او د خواړو ادارې مشر او د طبي زده کړې ، درملنې او د روغتیا د وزیر مرستیال« محمد رضا شانه ساز » وویل د طبي تجهیزاتو او د درملو په راوړلو بایکاټ لګیدا د ایران د خلکو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړي دي .
امریکا په داسې حال کښې هڅه وکړه چې ایران له کورونا ویروس سره د مبارزې په سختو ورځو کښې له مشکل سره مخ کړي چې په خپله په کمزوري مدیریت او د ټولنې سلامتیا ته په بې پامۍ سره په نړۍ کښې په کورونا ویروس ترټولو زیات ککړ او وژل شوي کسان لري .
په دغه ستر امتحان کښې په امریکا او اروپا کښې د ماسکونو د درملنې د تجهیزاتو او درملو تر غلا کیدا پورې د درملنې او د روغتیا کمزوریانې ښکاره شوې .
د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا په ویاړ سره وايي چې له کورونا سره په مقابلې کښې خپله بریالۍ تجربه نورو هیوادونو ته ورکولای شي .
په ایران کښې ترسره شوي اقدامات تر دې حده اغیزشیندونکي او روښانه دي چې د روغتیا نړیوالې موسسې ورلډ هیلت ارګنایزیشن څو ځله د ایران ستاینې کړي دي .
په ډاډ سره سختې ورځې به ختمې شي او هغه څه چې پاتې کیږي د روغتیا او درملنې بریاوې او ویاړونه دي .