د ایران د خلکو وحدت د امریکا د ماتي سبب شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i90627
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د تهران پرضد د امریکا غیرقانوني بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د خلکو ملګرتیا او هغه وحدت او کوټلتیا چې په ټولنه کښې رامینځته شوي ده د ایران د ملت په مری باندې د امریکا د زانګون د کیښودلو خنډ شوي ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 09, 2020 04:20 Asia/Kabul
  • د ایران د خلکو وحدت د امریکا د ماتي سبب شوی

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د تهران پرضد د امریکا غیرقانوني بایکاټونو ته په اشارې سره وویل د خلکو ملګرتیا او هغه وحدت او کوټلتیا چې په ټولنه کښې رامینځته شوي ده د ایران د ملت په مری باندې د امریکا د زانګون د کیښودلو خنډ شوي ده .

هغه پرون په دې خبرې سره چې امریکا په مري باندې د زانګون د کیښودلو په سیاست سره د ایران د ملت او د حکومت پرضد ترټولو سخت بایکاټونه ولګول وویل د امریکا هدف د انرژۍ د اوبو ، د بریښنا د ګازو او د خوراکي موادو په څیره د ژوند د لومړیو امکاناتو له تامینولو څخه د ایران د خلکو محرومول وو .

ولسمشر حسن روحانی وویل د ایران حکومت نن سبا نه یوازې د خوراکي شیانو او د درملو او د اړتیا وړ د ضروري خدماتو په شمول د خلکو د ژوند د اساسي شیانو په تامینولو کښې مشکل نلري بلکې حتی توانیدلی دی له ترټولو سختو او زیاتو اقتصادي بایکاټونو سره سره منفي اقتصادي وده جبران کړي او حتی ایران  په ځینو زمینو کښې وده او پرمختګ هم کړی دی .