د ایران ملت د خپل تکامل لارې ته دوام ورکوي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د دښمانانو له بایکاټونو سره په یووخت په هیواد کښې دسترو ملي پروژو پرانیستل کیدا ته په اشارې سره وویل د ایران ملت د سرلوړۍ او لوړتیا لپاره خپل حرکت نه پریږدي او د خپل تکامل لارې ته دوام ورکوي .
حسن روحاني نن د لارو او د ښارونو د جوړونې د وزارت د ملي پروژو د کار د پیلیدا په مراسمو کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې ترسول شول وویل دا ډول اقداماتو له کورونا ویروس سره په مقابلې او د ایران پرضد د امریکا د ظالمانه بایکاټونو له اعمالیدا سره سره د هیواد د تولید د لارې د ټولو هڅاندو بریا د نړۍ خلکو ته وروښودله .
د ایران ولسمشر حسن روحاني دغه راز په هیواد کښې د کورونا ویروس خپریدا ته په اشارې سره وویل د خلکو سلامتیا او اقتصاد تل د حکومت لپاره لومړیتوب لري او په دې لاره کښې د ټرانسپورټ وزارت په خپلو اوږو باندې دروند بار لري .