ایران به د اټومي اژانس پریکړه لیک ته ځواب ورکړي
زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران سفیر کاظم غریب ابادي اټومي اژانس ته د دوو (۲) بشپړه لاسریو د امکان د نه برابرولو په پلمه په واکمنې شورا کښې د دریو(۳) اروپايي هیوادونو وړاندیزې پریکړه لیک تصویبیدا ته په غبرګون کښې وویل
ایران د واکمنې شورا پریکړه لیک په کامل ډول ردوي او دغه پریکړه لیک ته په غبرګون کښې به مناسب او اړین اقدام ترسره کړي .
هغه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د فصلي غونډې په اخري ورځ وویل د ایران اسلامي جمهوریت په غړیو هیوادونو کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پلټونکو منلو او د ملګرتیا ترټولو لوړه سویه لري په داسې حال کښې چې هر کال له ایران څخه څه دپاسه درې دیرش زره (۳۳۰۰۰) بشپړه لاسري او پلټنې ترسره کیږي او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د لاسرسي د دوو (۲) غوښتنو ستر ښودل په داسې حال کښې چې ایران په دې هکله یوشمیر اصولي اندیښنې او شکونه لري او په دې هکله خبرې روانې دي یو(۱) کاملا غیر رغنده او سیاسي اقدام دی .
د ایران سفیر په دې خبرې سره چې د نور لاسرسي د اجازې په هکله وروستی پریکړه لیک له زیات غوښتنې پرته بل څه نه دي وویل ایران د هر هیواد او د هرې ادارې زیات غوښتنه په کامل ډول رودي او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا پریکړه لیک له فني واقعیتونو سره هیڅ ارتباط نلري بلکې یوازې د غیر حرفه اي او د یوې(۱) سیاسي اجنډا له کبله دی .
هغه په دې خبرې باندې چې دغه پریکړه لیک د داسې هیوادونو(بریتانیا ، فرانسه او جرمني ) لخوا وړاندی شوی چې یا اټومي وسلې لري یا د ورانونکو او د وژونکو وسلو کوربه دي خواشیني څرګنده کړه او زیاته کړه ایا دا د ټولو نړیوالو قواعدو او اصولو مسخره کول نه دي چې دغه هیوادونه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د سیف ګارډز په هکله اندیښنه لري او له بلې خوا همدغو دریو(۳) هیوادونو تراوسه په اټومي تړون کښې د خپلو ژمنو د اجرا لپاره هیڅ عملي ګامونه نه دي پورته کړي .
په نړیوالو ادارو کښې د ایران استازي کاظم غریب ابادي وویل مونږ اوسی حالت د امریکا او د اسرائیلو لومه ګڼو او دغو دوو(۲) رژیمونو په تیرو دوو (۲) کلونو کښې نه یوازې د اټومي تړون د له مینځه وړلو هرډول هڅه کړي ده بلکې د بې اساسه او د چټي ادعاګانو په مطرح کولو سره یې په اټومي اژانس باندې له ډول ډول دباونو راوستلو استفاده کړي ده چې د ملګرتیاو سمه لاره منحرفه کړي .