ولسمشر روحاني:
د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس باید خپله خپلواکي وساتي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران خلاف د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا پریکړه لیک ته په اشارې سره وویل: آژانس دې د خپلواکۍ په ساتلو سره د امریکې او صهیونیسټي رژيم تردباؤ لاندې له خپلې قانوني لارې ونه وځي.
ولسمشر حسن روکاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې زیاته کړه: صهیونیسټي رژيم او امریکا د هغې موضوع په مطرح کولو سره چې کابو شل کاله مخکښې پورې اړونده ده، غواړي د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس له خپل اصلي مسئولیته وباسي.
هغه د نړیوال نظام لپاره د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د موقعیت ساتل بااهمیته وبلل او ټینګار یې وکړ: د ایران د کار بنیاد د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا ده خو د ضرورت په بڼه کښې به ایران د آژانس کړچار ته پریکنده ځواب ورکړي.
روحاني هم داشان پر خپلو برجامي ژمنو د ایران د پابندۍ په هکله د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس رپورټونو ته په اشارې سره زیاته کړه: ایران لاهم تیار دی چې د مقرراتو او اصولو په چوکاټ کښې د آژانس قانوني څارنې ومني او وسره نزدې ملګرتیا ولري.
د اسلامي ایران ولسمشر په برجام کښې د اروپایانو لوظ ماتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: اروپایانو پر خپلو قانوني دندو او هم داشان له ایټمي موافقې د امریکې له وتلو مخکښې او وروسته پرخپلو ژمنو عمل ونه کړ او له خپل دغه کاره د د ټیلیفون له لارې او په حضوري توګه بخښنه غواړي خو نن سبا په هغو حالاتو کښې چې صهیونیسټي رژيم او امریکې رامینځته کړل، ایران توقع لري چې د امریکې تردباؤ لاندې رانه شي او خپله خپلواکي وساتي.
ولسمشر روحاني هم داشان له ایران سره مذاکرې ته د چمتووالي په هکله د امریکایانو د ادعا او تبلیغاتو په ځواب کښې څرګنده کړه: تهران پوهیږي چې دا بې بنیاده سَتُونه هغه عبث خبرې دي چې د انتخاباتو او د خپلو مسائلو په هکله یې مطرح کوي.