د دښمنانوددباؤنتیجه،د دوي په ټَټَرد ایران دملت د وسپنیزسوک ګوزاردی
لویدیځوال د واقعیّت په اپوټه ، په سینمائي فلمونو کې خپلې محکمې او محاکمه کیدنې ، د تش په نامه عدالت ډګر بریښوي ،خو دغه روانې بې عدالتۍ او بې قانونوالي په باب د لویدیځوالو په فلمونو کې هیڅ خبره نه کیږي ..
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامی جمهوری نظام په ضد ددښمنانو د دباؤ نتیجه د دوي پر سینو د ایران د ملت د وسپنیز سوک ګوزار او شاتګ ته د دوي اړباسل وبلل .
حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي نن د ویډیوئي کنفرانس له لارې د ایران د قضایه قوې له مشر او لوړپوړو قاضیانو سره په لیدنې کې د امریکا او خبیث انګلستان د دښمنیو په مقابل ې او همداراز د اروپائي حکومتونو له اقداماتو سره د مخامخیدنې پشمول په درستو اړخونو کې د هیواد دخیال ساتلو په ضرورت په ټينګار سره وفرمائيل ؛ که مونږ پخپلو دندو عمل وکړو، نو په الهي توفیق سره به په هر کار کې د دوي سر له کاڼي سره ډغره خوري او خپل مقصدونه او موخې نشي عملي کولی اود ایران د ملت د په ګونډو کولو لپاره د دوي پخپل قول ، د زیاتره دباؤنتیجه به، د دوي پر ټَټَر د ایران د ملت د وسپنیز سوک دروند ګوزار کول وي .
حضرت آیت ا. .. العظمی سید علی خامنه اي په عمومي افکارو کې د بدبینۍ او وسوسې درامینځةکولو او درسندوئي فضا دجوړولو له لارې په اسلامی نظام کې د هر ډول اصلاح او بدلون د حرکت دشنډولو لپاره د دښمنانو بې ځنډه هلې ځلې،د بدلونو رامینځة کونکي سختیانې وبللې او ټينګار ئې وکړ، د بدلون ضد له درستو عواملو او عناصرو سره دمقابلې لپاره یوازینۍ اغیزشیندونکي لاره،پر خداي توّکل، مقاومت،څنډې ته نه کیدا او د بدلون دلارې په شجاعت سره دوام دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود د هغو کسانو لپاره د لس کلن بند سزا لپاره چې د توکمپالنې او مرّیتوب سمبولونه او مجسمې په مځکه راګوزار کوي او یا له خپل مور اوپلاره د کډوالو د ماشومانو د جلاکولو په باب د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره ووئیل ؛ لویدیځوال د واقعیّت په اپوټه ، په سینمائي فلمونو کې خپلې محکمې او محاکمه کیدنې ، د تش په نامه عدالت ډګر بریښوي ،خو دغه روانې بې عدالتۍ او بې قانونوالي په باب د لویدیځوالو په فلمونو کې هیڅ خبره نه کیږي ..