د ایران د چنګاښ د اتمې نیټې ځینې مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام فرماییلی دی له فساد سره مبارزه باید له سترګو پټولوپرته دوام ولرلې شی .
اطلاعات
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپانۍ هم د قضاییه قوې له مشر او نورو لوړو پوړو چارواکو سره د رهبرۍ د ستر مقام تصویری کتنې ته انعکاس ورکړی دی . د رهبرۍ ستر مقام فرماییلی دی له فساد سره مبارزه باید له سترګو پټولوپرته دوام ولرلې شی .
ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی چی حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي د ویډیوئي کنفرانس له لارې د ایران د قضایه قوې له مشر او لوړپوړو قاضیانو سره په لیدنې کې د امریکا او خبیث انګلستان د دښمنیو په مقابل کی او همداراز د اروپائي حکومتونو له اقداماتو سره د مخامخیدنې پشمول په درستو اړخونو کې د هیواد دخیال ساتلو په ضرورت په ټينګار سره وفرمائيل که مونږ پخپلو دندو عمل وکړو، نو په الهي توفیق سره به په هر کار کې د دوي سر له کاڼي سره ډغره خوري او خپل مقصدونه او موخې نشي عملي کولی اود ایران د ملت د په ګونډو کولو لپاره د دوي پخپل قول ، د زیاتره دباؤنتیجه به، د دوي پر ټَټَر د ایران د ملت د وسپنیز سوک دروند ګوزار کول وي .
حضرت آیت ا. .. العظمی سید علی خامنه اي په عمومي افکارو کې د بدبینۍ او وسوسې درامینځةکولو او درسندوئي فضا دجوړولو له لارې په اسلامی نظام کې د هر ډول اصلاح او بدلون د حرکت دشنډولو لپاره د دښمنانو بې ځنډه هلې ځلې،د بدلونو رامینځة کونکي سختیانې وبللې او ټينګار ئې وکړ، د بدلون ضد له درستو عواملو او عناصرو سره دمقابلې لپاره یوازینۍ اغیزشیندونکي لاره،پر خداي توّکل، مقاومت،څنډې ته نه کیدا او د بدلون دلارې په شجاعت سره دوام دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود د هغو کسانو لپاره د لس کلن بند سزا لپاره چې د توکمپالنې او مرّیتوب سمبولونه او مجسمې په مځکه راګوزار کوي او یا له خپل مور اوپلاره د کډوالو د ماشومانو د جلاکولو په باب د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره ووئیل ؛ لویدیځوال د واقعیّت په اپوټه ، په سینمائي فلمونو کې خپلې محکمې او محاکمه کیدنې ، د تش په نامه عدالت ډګر بریښوي ،خو دغه روانې بې عدالتۍ او بې قانونوالي په باب د لویدیځوالو په فلمونو کې هیڅ خبره نه کیږي .
د جرمنی صدراعظمې وویل اروپا د امریکا له مشرۍ پرته د نړۍ لپاره چمتو شي .
د کرونا نړیوال شمیر لس میلیون اخته کسان او پینځه لکه مرګونو ته ورسید .
ایران له وحشي توب سره د مقابلې لپاره خپل انساني اصول نه پریږدي . د ایران خارجه وزیر د سردشت د کیمیايي بمبارۍ په غمیزه کښې د وحشتي توب او انسانیت د دوو ځلاؤ شتون ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له وحشي ګرۍ سره په مقابله کښې له خپلو انساني اصولو نه بې لارې کیږي.
کیهان
د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل د قضاییه قوې دنده د فساد له درستو اړخونو سره انډول چلند دې .
د یمن انصار ا... غورځنګ وایی په یمن کې د سولې لپاره د عربستان چمتووالې یوازې امریکایی ، برتانوی تبلیغات دي .
د لبنان کورنیو چارو وزیر د هیواد په بلواګانو کې د بهرنیو عواملو د زیات رول خبر ورکړ .
شمالی کوریا ویلی دي ایټمی وسلې هغه یوازنۍ ژبه ده چی امریکا پرې پوهیږی .
د فلسطین حماس غورځنګ د لویدیځې غاړې د الحاق پرضد د پاڅون لپاره فلسطینیانو ته بلنه ورکړه .
صیهونیسټی ورځپاڼه معاریو په ډاګه کړه چی د ابوظهبی او تل ابیب پټې اړیکی دوې لسیزې زاړې دي .
د امریکا په سیاتل کې د بیلتون غواړو د ځپلو لپاره ځواکونه ولیږل شول .
د جرمنی صدر اعظمه میرمن مرکل وایی امریکا تلونکۍ ده ، اروپا باید د ځان غم وکړی .
ايران په سيمه کښې د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره د پاکستان د هلو ځلو د دوام هرکلی وکړ.
ایران ورځپاڼه
د ایران د ولسمشر د دفتر مشر واعظمی وایی د امریکا د اوسنیو سیاتونو دوام د ټرمپ د بریالیتوب سبب نه کیږی .
د چین د ملي طبي محصولاتو ادارې له کورونا ویروس سره مقابلې لپاره د نوې واکسن جوړولو خبر ورکړ. د چین د مرکزي تلویزیون د راپور له مخې، د چین د ملي طبي محصولاتو ادارې خبر ورکړ، دا واکسن چې آر کو وي نومیږي په خپل ډول کې ځانګړی دی او د لومړي ځل لپاره په چین کې د کلینیکي ازموینو لپاره تصویب شوی.
په کرونا د ککړو کسانو شمیر له لسو میلیونو واوښته . په عین حال کښې په نړۍ کښې د کرونا له امله د مړیو شمیر هم ۵ لکو ته نزدې شوی او د وروستیو رپورټونو له مخې ۴ لکه او ۹۹ زره کسان د دې وبا له امله مړه شوې دي.
د عراق د عصایب اهل الحق عمومی منشی وویل نصیحت کوم چی مصطفی الکاظمی د حشد الشعبی په وړاندې ونه دریږی .
د صیهونیسټ رژیم یوه پخوانی امنیتی چارواکی د ایران په توغندوی توان اعتراف وکړ .