د بلاروس د ملي ورځې په اړه د روحاني د مبارکۍ پیغام
Jul 04, 2020 06:50 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جموریت ولسمشر د بلاورس د ملي ورځې په اړه په خپل یو پيغام کښې د دغه هیواد خلکو او حکومت ته مبارکي ویلې ده.
د ایران د اسلامي جموریت ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ په یو پيغام کښې د بلاروس ولسمشر الکسانډر ګریګوریوپچ لوکاشنکو Alexander Lukashenko ته هیلې څرګنده کړه، د دواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو جدي اراده او هوډ په پام کې نیولو سره او د حکومتي چارواکو د هلو ځلو په رڼا کې او له موجوده ډیرو فرصتونو څخه په ګټه اخیستلو سره، باید د ایران او بیلاروس اړیکې په ټولو برخو کې پراخې او ژورې شي.
روحاني د بلاروس د خلکو او حکومت لپاره، د روغتیا، بریالیتوب، سوکالۍ او هوساینې هیله وکړه.
دریم جولائي د بلاروس د جمهوریت د خپلواکۍ ورځ ده او د دغه هیواد خلک هر کال په دې ورځ جشن ترسره کوي.
ټیګونه