د ایران داقتصاد په خرابولو کې به د دښمنانودسیسه بې نتیجې وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91260-د_ایران_داقتصاد_په_خرابولو_کې_به_د_دښمنانودسیسه_بې_نتیجې_وي
په تیرو میاشتو کې د کرونا ویروس دخوریدا په دلیل دپولو په بندیدو سره د شیانو په وارداتو اوصادراتو کې یوه وقفه رامینځة شوي ، خو له کرونائي بحران مخکې وخت ته دتجارتي مبادلاتو په ستنیدو سره به ، په راتلونکو میاشتو کې د صادراتو او وارداتو بازار بیرته عادي حالت ته وګرځي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 05, 2020 09:48 Asia/Kabul
  •   د ایران داقتصاد په خرابولو کې به د دښمنانودسیسه بې نتیجې وي

په تیرو میاشتو کې د کرونا ویروس دخوریدا په دلیل دپولو په بندیدو سره د شیانو په وارداتو اوصادراتو کې یوه وقفه رامینځة شوي ، خو له کرونائي بحران مخکې وخت ته دتجارتي مبادلاتو په ستنیدو سره به ، په راتلونکو میاشتو کې د صادراتو او وارداتو بازار بیرته عادي حالت ته وګرځي .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  نن  د حکومت د اقتصادي کمیټې په غونډې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  له تیلو پرته د اقتصاد په تحقق کې د هیواد د متخصصانو او ولس زاړه هیله پلان شوې ده،زیاته کړې ،د ظالمانه بندیزونو او کرونائي بحران  له امله له سختو اقتصادی  مشکلاتو او ټيټو هسکو سره سره،دتولید او صادراتو په برخې کې د ایران د اقتصاد اصلي  ګرافونو بهیر په ښه ډول پر مخ روان دی .

ډاکټر روحاني  دې ته په اشارې سره چې  دایران دښمنان په یولړ پيچلو نفسیاتي عملیاتو کې  د اقتصادي دباؤنو په زیاتولو سره ،  په هیواد کې  له تیلو پرته داقتصاد د تجروبې په ناکامولو پسې دي ،روښانه کړې ده ،  دښمنان  له یوه پلوه په تر ټولو زیات توان سره ، د  هیواد داخل ته  د ایران د شتمنیو دمنتقلولو خنډ کیږي  او له بل پلوه  شپه ورځ القاء کوي  چې  له تیلو پرته  داقتصاد سیاستونه بریالي نه دي  او نښې نښانې ئې هم   اصلي ګرافونه  نه دي چې یوازې د اسعارو نرخ او دځینو شیانو بیّیو کمیدا یا زیاتیدا اعلانوي .

 داسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  په تیرو درو کلونو کې  دظالمانه بندیزونو په لګولو سره  دتیلو د صادراتو دریدا او له هیواده په بهر کې د ایران داسعاري  شتمنیو د  وصول کولو په باب  په رامینځةشوي مشکلاتو سره   د اسعارو بیّې  کنټرول شوي دي ، زیاته کړې،  په تیرو میاشتو کې د کرونا ویروس  دخوریدا په دلیل دپولو په بندیدو سره  د شیانو په وارداتو اوصادراتو کې  یوه وقفه رامینځة شوي ، خو  له کرونائي بحران مخکې  وخت ته  دتجارتي  مبادلاتو په ستنیدو سره  به ، په راتلونکو میاشتو کې  د صادراتو او وارداتو بازار بیرته عادي حالت ته وګرځي .