عراق به د دوښمانانو د شتون په ځای بدل نشي
زمونږ خبریال وايي په بغداد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر ایرج مسجدي د عراق د تیرو څو کلونو بدلونونو ته په اشارې سره وویل دغه هیواد به د ایران د دوښمانو د شتون لپاره په یوه(۱) ځای بدل نشي .
هغه پرون د عراق په وروستیو سیاسي بدلونونو باندې د غور په غونډې کښې چې د اینټرنیټ له لارې ترسره شوه په دې خبرې سره چې عراق د نیواک ، داعش او د ناامنۍ له پړاونو تیر شوی دی وویل د ایران اسلامي جمهوریت په دغو دریو (۳) پړاونو کښې روښانه رول لرلی دی او د عراق ټول چارواکي او شخصیتونه په دغه خبرې ټینګار هم لري .
ایرج مسجدي په دوام کښې په دې خبرې ټینګار سره چې امریکا د عراق له ډګر څخه د ایران د حذفولو جوګه نه ده وویل تهران او بغداد تل د یوه بل په څنګ کښې ملګرتیا ته اړتیا لري او همدا اوس د دواړو هیوادونو د اقتصادي ، تجارتي او د انرژۍ د اړیکو اندازه څه د پاسه دیارلس(۱۳) میلیارډه ډالره ده .
په عراق کښې د ایران سفیر ایرج مسجدی په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د ورانونکي رول په هکله د ایران او د عراق ګډ نظر ته په اشارې سره وویل د عراق خلک او حکومت صهیونیسټ رژیم د خپل هیواد ترټولو ستر دوښمن ګڼي .