د ایران او چین د اوږدمهاله سټراټیجیکو اړیکوپه هکله جالی فضا جوړونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91426-د_ایران_او_چین_د_اوږدمهاله_سټراټیجیکو_اړیکوپه_هکله_جالی_فضا_جوړونه
هغه څه چی مسلم دي جغرافیایی او تاریخی اړیکو ظرفیتونو ته په پام سره له تیروختونو راهیسې له چین سره د ایران اړیکی د ژورو اقتصادی اړیکو په اساس دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2020 09:57 Asia/Kabul
  • د ایران او چین د اوږدمهاله سټراټیجیکو اړیکوپه هکله جالی فضا جوړونه

هغه څه چی مسلم دي جغرافیایی او تاریخی اړیکو ظرفیتونو ته په پام سره له تیروختونو راهیسې له چین سره د ایران اړیکی د ژورو اقتصادی اړیکو په اساس دي .

د ایران او چین د ۲۵ کلنې ملګرتیا جامع سند دا څو ورخې کیږی چی د ځینو رسندویو او ټولنو لخوا له ګومانونو سره مخامخ شوی دی . دغې موضوع د ایران د اسلامی جمهوریت د چارواکو لخوا غبرګونونه هم درلودلی دي .

په همدې هکله په پیکنګ کې د اسلامی ایران سفیر محمد کشاورز زاده په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل چینیانو ته د کیش ټاپو د ورسپارلو یا  د ایران او چین د ملګرتیاود ۲۵ کلن جامع پروګرام په چوکاټ کې په ایران کی د چین د عسکرو د ځای پر ځای کولو په شان خنده دارو ادعاګانو مطرحول د ایران د ستر ملت د شعور سپکاوې دې .

هغه جوته کړه چی دغه پروګرام د متقابلو ګټو او درناوی په اساس برابر شوی دې .

د امریکا خارجه وزارت په وروستیوکې په خپله ټویټري پاڼه کې د دغه تړون په ترکمان چای بللو سره هڅه وکړه د ایران او چین له اړیکو داغی او شکمن انځور  وړاندی کړی . دغه فضا جوړونه د دې ښودنه کوی چی دامریکا د یوه سیاسی او اقتصادی سیال په توګه  له چین سره د نړۍ د انرژۍ د یوه قدرت په توګه د ایران د اوږدمهاله او سټراټیجیکۍ ملګرتیا اصل د امریکا چارواکو ندې خوښ .دغه تړون پینځه کاله مخکې  تهران ته د چین د ولسمشر شی جین پینګ په سفر کې د دواړوهیوادونو د چارواکو په خبرو کې جاجول شوی وو .

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه د ۲۰۱۵ میلادی کال په فرورۍ میاشت کې په هغه کتنه کی چی له شی جین پینګ سره یې درلوده ، د ځینو هیوادونو په تیره بیا امریکا سلطه پالو سیاستونود او له نورو هیوادونو سره د هغو غیر صادقانه ملګرتیا ته په اشارې ټینګار وکړ ، دغه وضعیت سبب شوی دی چی خپلواکه هیوادونه  له یوه بل سره په زیاتو ملګرتیاو پسې شي  او د د ۲۵ کلنو سټراتیجیکو اړیکو لپاره د  ایران او چین موافقه په همدې چوکاټ کې ده چی باید د دواړو لورو په جدی تعقیبونې سره حتما عملیاتی پړاو ته ورسی .

د چین ولسمشر هم په دغه کتنه کې  د ایران د ډیرو  انرژۍ ، انسانی او جغرافیایی ګټو ته په اشارې سره وویل  د چین او ایران اقتصاد د یوه بل بشپړونکی دی او په دغه سفر کې د ۲۵ کلنو سټراټیجیکو ملګرتیاو لپاره د پلانونې په اړه موافقې ته رسیدلی  او په کلتوری ، تعلیمی ، ټیکنالوجیکی ، پوځی او امنیتی برخو کی د ملګرتیاو ژورتیا ته د سټراتیجیکو شریکانو په سویه چمتو یو .

له دې امله طبیعی ده چی د ایران او چین اړیکی مخالفان ولرلې شی .

هغه څه چی مسلم دي جغرافیایی او تاریخی اړیکو ظرفیتونو ته په پام سره له تیروختونو راهیسې له چین سره د ایران اړیکی د ژورو اقتصادی اړیکو په اساس دي . د اړیکو دغه مخینه ایجابوی دواړوه ستر هیوادونه اوږدمهاله اړیکو پلان جوړ کړی . د ایران اوچین اړیکی یوازې په تیلو او انرژۍ پورې نه محدودیږی . د دواړو هیوادونو په اړیکو کی تنوع رامینځته شوی او د دغې تنوع په اساس پراخې ملګرتیاوې وجود لري . بل ټکې په نړیوالو بدلونونو کې د چین ټاکونکې او سټراټیجیک رول دې . نن چین په نړیوال ډګر کې نه انکاریدونکې ظهور کړی دې . اسلامی ایران هم په سیمه کې مهم او ټاکونکې رول لری . په دې اساس امریکا د روسیې او چین په شان له سترو هیوادونو سره د ایران داړیکو د داغی کولو لپاره  د بایکاټ په شرایطو کې یو لړ هدفونه لري چی یو پکې له خپلواکه هیوادونو په تیره بیا روسیې او چین سره د ایران د اړیکو د پراختیا مخینوې دې ، خو له دغو خوځښتونو سره سره د ایران او چین ملګرتیاوې ډیرې پیاوړی ، سټراتیجیکې او لوړې دي .