د شورای نګهبان ویاند:
ښاغلي ټرمپه! لاسوهنه منع ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ساتندویه شورا ویاند د امریکې ولسمشر او د دغه هیواد نورو چارواکو ته خبرداری ورکړ چې د ایران په کورنیو چارو کښې دې دخالت نه کوي.
عباسعلي کدخدايي پرون په یو ټویټ کښې ولیکل: له څه چې په ایران کښې د خپلواکې قضائیه قوې څخه تمه کیږي، د جزايي قوانینو صحیح اجرا او له مجرمانو سره مبارزه ده.
هغه زیاته کړه: ښاغلي ټرمپه، ته او نور امریکايي چارواکي باید له انقلابه مخکښې او وروسته د ایران د پتمنو خلکو خلاف د بې شمیره جنایتونو په وجه محاکمه شئ.
هغه ډونلډ ټرمپ او نورو امریکايي مسئولانو ته په خبرداري سره وویل: دخالت بند او منع دی. پرېږدئ چې د امریکې خلک ساه واخلي.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې وروستیو کښې په ایران کښې د وسله والو غلو د اعدامیدو له احتماله اندیښنه ښودلې ده. هغه تیره چارشنبه په ټویټر کښې په انګریزۍ او فارسۍ ژبو یوشمیر پيغامونه خپاره کړل او هڅه یې وکړه چې د دغو کسانو سزا کیدل د ۲۰۱۹ کال د نومبر په مظاهرو پورې وتړي.