ایران او عراق دې دترهه ګروګواښونو په وړانډې تیارسی ووسي
د عراق او ایران اړیکې له داعش سره په مقابلې کې د دواړو هیوادونو د ځوانانو په وینو سره تل پاتې شوي او دا اړیکې به هیڅکله هم له مینځه لاړې نشي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامي ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې بغداد ته په سفر تللی نن ئې دعراق له خارجه وزیر فوادحسین سره په ګډ خبري کنفرانس کې دلویديځي آسیا لپاره د ترهه ګرۍ خطرې ته په اشارئې سره ووئيل ایران عراق باید تل د داعشي تکفیریانو پشمول د ترهه ګرو ډ لو دامنیتی ګواښونو په باب ځير او بشپړ خبر ووسي .
جواد ظریفدعراق له خارجه وزیرسره له کتنې وروسته په دغه ګډ خبري کنفرانس کې ووئيل،له بده مرغه د شهید جنرال قاسم سلیماني او د ابومهدي المهندس او دهغو دملګرو په شهیدولو کې دامریکا ترهه ګراقدام، په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره ستر تاوان ؤ .
د ایران خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې ایران اوعراق د ترهه ګرۍ په وړاندې دیوه بل ترڅنګ ولاړ دي ، ووئيل ، د عراق او ایران اړیکې له داعش سره په مقابلې کې د دواړو هیوادونو د ځوانانو په وینو سره تل پاتې شوي او دا اړیکې به هیڅکله هم له مینځه لاړې نشي . هغه وئيلي داسلامی ایران لپاره مهمه ده چې د عراق په خپلواکۍ ،مځکنۍ بشپړ تیا او ملی حاکمیّت بهرني تیري ونشي .
دعراق خارجه وزیر فواد حسین هم دتهران او بغداد د اقتصادي ملګرتیاؤ په پراختیا په ټينګار سره ووئيل ، د ایران او عراق له اقتصادي امکاناتو د دواړو هیوادونو د ولسونو د ګډو ګټو لپاره استفاده کیدلی شي . هغه همداراز پر ګډو سیمه ایزو ګټو او د یوه بل په چارو کې د هیوادونو دنه لاسوهنې او له تاؤتریخوالو د سیمې د لیرې ساتلو په ضرورت هم ټينګار وکړ.
دا په داسې حال کې دي ، چې د ایران خارجه وزیر د عراق له لومړی وزیر مصطفی الکاظمي سره هم لیده کاته کړي دي .