د ایران دچنګاښ د ۳۰ نیټې ځینې مطبوعات
د ایران اکثرو ورځپاڼو عراق ته د ایران د خارجه وزیر ښاغلی ظریف سفر ته انعکاس ورکړی دی .
اطلاعات
د ایران اکثرو ورځپاڼو عراق ته د ایران د خارجه وزیر ښاغلی ظریف سفر ته انعکاس ورکړی دی . نوموړی ورځپاڼه هم په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی د اسلامي ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې بغداد ته په سفر تللی دعراق له خارجه وزیر فوادحسین سره په ګډ خبري کنفرانس کې دلویديځي آسیا لپاره د ترهه ګرۍ خطرې ته په اشارئې سره ووئيل ایران عراق باید تل د داعشي تکفیریانو پشمول د ترهه ګرو ډ لو دامنیتی ګواښونو په باب ځير او بشپړ خبر ووسي .
جواد ظریف دعراق له خارجه وزیرسره له کتنې وروسته په دغه ګډ خبري کنفرانس کې ووئيل،له بده مرغه د شهید جنرال قاسم سلیماني او د ابومهدي المهندس او دهغو دملګرو په شهیدولو کې دامریکا ترهه ګراقدام، په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې لپاره ستر تاوان ؤ .
د ایران خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې ایران اوعراق د ترهه ګرۍ په وړاندې دیوه بل ترڅنګ ولاړ دي ، ووئيل ، د عراق او ایران اړیکې له داعش سره په مقابلې کې د دواړو هیوادونو د ځوانانو په وینو سره تل پاتې شوي او دا اړیکې به هیڅکله هم له مینځه لاړې نشي . هغه وئيلي داسلامی ایران لپاره مهمه ده چې د عراق په خپلواکۍ ،مځکنۍ بشپړ تیا او ملی حاکمیّت بهرني تیري ونشي .
دعراق خارجه وزیر فواد حسین هم دتهران او بغداد د اقتصادي ملګرتیاؤ په پراختیا په ټينګار سره وويل ، د ایران او عراق له اقتصادي امکاناتو د دواړو هیوادونو د ولسونو د ګډو ګټو لپاره استفاده کیدلی شي . هغه همداراز پر ګډو سیمه ایزو ګټو او د یوه بل په چارو کې د هیوادونو دنه لاسوهنې او له تاؤتریخوالو د سیمې د لیرې ساتلو په ضرورت هم ټينګار وکړ.
د سوریې خلکو د روغتیایی چارو په رعایتولو سره په پارلیمانی انتخاباتو کی پراخ ګډون وکړ .
افغانستان له پاکستانه ملګرو ملتو ته شکایت وکړ .
صیهونیسټی پولیسو په تل ابیب کې د نتانیاهو پرضد مظاهرې وځپلې .
اسلام اباد د ملګرو ملتو په لاس د پاکستان د تحریک طالبان د سرغنې د بایکاټولو ملاتړ وکړ .
په یمن کی د عربستان سفیر د اماراتو لپاره د جاسوسۍ په تور ونیول شو .
رسالت ورځپاڼه
د عراق د کردستان سيمې مشر نچيروان بارزاني په اربيل کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وويل د ایران ملاتړونه او مر ستې به هیر نکړو .
د امریکا فوربس خپرونې ولیکل چی دایران او چین موافقې د امریکا ځای ته سخت ګوزار ورکړ .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی وایی ایران د سیمې له هیوادونوسره خبرو ته چمتو دې .
ورځپاڼۍ د ایران د سپاه پاسداران د مشر سردار سلامی له قوله هم لیکلی دي چی د سپاه هوایی ځواک د پرزو جوړولو ، مادرن کولو او اورهال کولو په زمینه کی ځان بسیا ته رسیدلې دې .
د ایران د خارجه وزی سیاسی مرستیال سید عباس عراقچی وایی چی امریکا د افغان حکومت په نشتون کې له طالبانو سره معامله کړی ده . هغه همداراز وایی چی طالبان په ایران کی دفتر نلری .
په یوه اونۍ کې د امریکا دوه جنګی بیړیو اور اخیستلې دې . تیر ه اونۍ هم د امریکا یوه ستره جنګي بیړۍیو ایس ایس بوههم ریچرډ چې شل ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکو پشمول زیات ماډرن جنګي تجهزات او نور مهمات پکې ځاي په ځاي شوي وو ،د اور د لګیدو له امله سوځیدلې او وئیل کیږي په میلیارډونو ډالره تاوانونه ئې اړولي دي . امریکائي رسندویو د امریکا په نورفورلک بندر کې د کِرسَرج نومې جنګي بیړۍ کې د اور دلګیدو خبر ورکړی دی .
ددغه اور دلګیدا علت د پلاسټیکی موادو سوځیدا بلل شوی دی.په دغه اور لګیدنې پسې د امریکا سمندري ځواک په دغه بندر کې د دیره درستو کشتیو کې د فعالیت ددریدا حکم صادر کړی ، چې تر څو ساعتونو پورې ددغه بندر فعالیتونه په ټپه دریدلي وو.