دوو جنګي الوتکو د ایران د الوتکې لپاره مزاحمت رامینځته کړی
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي نن سهار د سوریې په فضا کښې د ایران مسافر وړونکي الوتکي لپاره د دوو (۲) دښمنو جنګي الوتکو مزاحمت رامینځته کولو ته په غبرګون کښې وویل د دغه پیښې په جزیاتو غور روان دی او د اطلاعاتو له بشپړیدا وروسته به ضروري سیاسي او حقوقي اقدامات ترسره شي .
هغه زیاته کړه په عین حال کښې د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوتریش سره په دغه موسسې کښې د ایران د دائمي استازي مجید تخت روانچي په تماس کښې ټينګار شوی دی که چیرې د بیرته ستنیدا په لاره کښې د دغه الوتکې لپاره کومه پیښه رامینځته شي د ایران اسلامي جمهوریت به امریکا د هغې مسوله وپیژندي .
دغه پیغام په ایران کښې د سویزرلینډ سفیر ته هم رسول شوی دی .
خبري سرچینو وویل دوو(۲) دښمنو جنګي الوتکو د سوریې په فضا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ماهان هوايي شرکت مسافر وړونکي الوتکې ته په نږدې کیدا سره د دغه الوتکې لپاره مزاحمت رامینځته کړی دی .
د دغو جنګي الوتکو له دغه خطرناک اقدام وروسته د ایران د مسافر وړونکي الوتکې پایلوټ له دغو دوو (۲) جنګي الوتکو سره د ټکر د مخنیوي لپاره د الوت ارتفاع کمه کړه او دغه چاره سبب شوه چې یوشمیر مسافرانو ته تاوان ورسیږي .
دغه جنګي الوتکې د ایران مسافر وړونکي الوتکې ته تر سل(۱۰۰) میټرو پورې نږدې شوي وې .
د دغو دوو (۲) جنګي الوتکو هویت په کامل ډول نه دی معلوم شوی خو ځینې سرچینو هغه امریکايي او ځینو بیا اسرائیلي بللي دي .
د ایران د الوتکې د پایلوټ د وینا پراساس دغه دوې (۲) جنګي الوتکې د ایران الوتکه یې ګواښلي وه د امریکا وې .
په عین حال کښې زمونږ خبریال چې په دغه الوتکې کښې سپور وو وویل دغه جنګي الوتکې د اسرائیلو وې .