اسلامي ایران پاکستان ته طبي تجهیزات ډالۍ کړل
Jul 23, 2020 23:47 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران ډالۍ شوي طبي تجهیزات چې د کورونا ویروس د تشخیص په سلګونو کیټونه پکښې شامل دي په کراچۍ ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرکنسول لخوا د پاکستان د هلال احمر موسسې د صوبې مشرې ته وسپارل شول .
د ایران سرکنسول احمد محمدي پرون د پاکستان دسیند صوبې د هلال احمر له مشرې شهناز حمید سره په کتنې کښې د سیند صوبې له هلال احمر سره د ایران د اسلامي جمهوریت د هلال احمر د ملګرتیاو د زیاتیدا په هکله خبرې وکړې .
په دغه کتنې کښې چې د پاکستان د سیند صوبې د هلال احمر په مرکزي دفتر کښې وشوه دواړو خواو په خپلو هیوادونو کښې د کورونا ویروس د خپریدا د حالت په هکله غور وکړ .
ټیګونه