ايران او روسيې د سيمې او افغانستان وروستي حالات وڅېړل
Jul 25, 2020 08:39 Asia/Kabul
په ماسکو کښې د ايران سفير او د افغانستان په چارو کښې د روسيې د ولسمشر استازي له يو بل سره د سيمې او افغانستان د وروستيو حالاتو او بدلونونو په اړه د نتظر تبادله وکړه.
په ماسکو کښې د ايران سفير کاظم جلالي او ضمير کابلوف په دغه کتنه کښې د افغانستان د مسائلو په اړه د تهران او ماسکو د تعلقاتو او ملګرتياو په ضرورت تاکيد وکړ.
جلالي او کابلوف همدارنګ په دې لړ کښې د تماسونو او خبرو اترو د دوام لپاره خپل چمتووالے اعلان کړ.
ټیګونه