په ایران کې په کرونا ککړ ۲لکه ۷۹زره کسان ښه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92095-په_ایران_کې_په_کرونا_ککړ_۲لکه_۷۹زره_کسان_ښه_شوي_دي
په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په ایران کې په کرونا ویروس نور دوه زره څلور نیم سوه کسان ککړ شوي چې له دوي یو زر یو سل پینځه څلویښت په روغتونونو کې بستري شوي او نور هم له معمولی خدماتو رووسته رخصت شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2020 10:50 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا ککړ ۲لکه ۷۹زره کسان ښه شوي دي

په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په ایران کې په کرونا ویروس نور دوه زره څلور نیم سوه کسان ککړ شوي چې له دوي یو زر یو سل پینځه څلویښت په روغتونونو کې بستري شوي او نور هم له معمولی خدماتو رووسته رخصت شوي دي

زمونږخبریال راپور راکړ  دایران د روغتیائی  چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیمالاري سادات نن  په ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو د وروستیو احصایو په اعلانولو سره  وئیلي دي ،د تشخیص د قطعي  معیارونو په اساس  په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې   په ایران کې په کرونا ویروس نور دوه زره څلور نیم سوه کسان ککړ شوي چې له دوي  یو زر یو سل پینځه څلویښت  په روغتونونو کې بستري شوي   او نور هم له معمولی خدماتو رووسته رخصت شوي دي .

 میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې  په ایران کې  تر دې دمه په کرونا دککړو کسانو شمیر  درې لکه ۲۲ زره  پینځه سوه اوه شپیته  تنو ته رسیدلی ، وئیلي دي ،  له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ککړو  یو سل شپږ پنځوس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دوي سره په ایران کې ددرستو قربانیانو شمیر هم اتلس زره یو سل دوه دیرشو تنو ته زیات شوی دی .