بیروت کښې د ایران صحرايي روغتون پرانستل شو
په بیروت بندر کښې د بوږنونکې چاودنې له امله د زخمي شویو د درملنې په موخه د ایران صحرايي روغتون د لبنان په پلازمینې کښې افتتاح شو.
تیره سه شنبه د بیروت په بندر کښې د اوراخیستونکو موادو په یو ګودام کښې د اور لګیدنې له امله د هغه په خوا کښې له امونیم نایټریټ مادې په ډکو ګودامونو کښې ډیره زوره وره چاودنه رامینځته شوه.
د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې د دغې چاودنې له امله د مړو شمیر ۱۵۸ تنو ته رسیدلې او تقریباً ۶ زره کسان هم زخمي شوي دي.
په لبنان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر محمد جواد فیروزنیا پرون په بیروت کښې د صحرايي روغتون د پرانستې په دستورو کښې وویل: تهران له لبنان سره مرستې او د بیروت په بیارغونه کښې فعال ګډون ته تیار دی.
ایران وړومبنې هیواد دی چې د درملیزو او خوراکي مرستو لیږلو ته د چمتووالي له اعلانه وروسته یې د عمومي، ارتوپيډک، بیهوشۍ، آپریشن تیټر، ماشومانو او د مغزو او اعصابو په متخصصانو او هم داشان د نرسنګ په ماهرانو، د آپریشن تیټر په کارپوهانو او د صحرايي روغتون په کارپيژاندو مشتمل ۳۷ کسیز طبي ټیم لبنان ته لیږلې دی.